د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د غزني نابینا محمد رضا ذهین: غواړم د نړۍ په کچه د نابینایانو رهبر شم


د غزني نابینا محمد رضا ذهین
د غزني نابینا محمد رضا ذهین

محمد رضا ذهین وايي، نړیوال فکر او نړیوال پلان لرم،ذهین له جمعې پرته هره ورځ د وسپنیزې امسا په مرسته د غزني ملي راډیو ټلوېزیون ته د خپرونو د ترسره کولو په موخه ځي، دی ۲۵ کلن دی، د لیسې زده کوونکي او په غبرګو سترګو نابینا دی.

ذهین د غزني په ملي راډیو ټلوېزیون کې د غږیز پروګرام په مرسته ځینې خپرونې او پروګرامونه پر مخ وړي.

ذهین په اېم اېس ورډ کې لیکنې کوي، د خبر ایډیټ کولو پروګرام اډوب اډېشن کاروي، په خواله رسنیو کې پاڼې او اکونټونه لري، خو د دې ټولو ترڅنګ لیکوالي هم کوي.

د غزني نابینا محمد رضا ذهین
د غزني نابینا محمد رضا ذهین

دی وايي: "کولای شم چې ورډ، په ورډ کې ټایپ کوم، کار کوم، په اډاب اډېشن کې کار کوم، له انټرنیټ سره کنیکټ یم، سرچ کوم، ډاوډنلوډ کوم، اپلوډ کوم، ټول کارونه کولی شم، ځکه چې جاز اکثره پروګرامونه سپورټ کولای شي."

ذهین په راډیو کې افتخاري کار کوي او په څو ژبو فارسي، پښتو، انګلیسي او عربي باندې لږ لږ خبرې کولای شي.

ذهین وايي، اقتصاد یې ښه نه دی، خو بیا هم د خپلو اړتیاوو د رفع کولو په موخه ډېری کارونه کوي: "خپله چاره په خپل لاس غواړم چې پر مخ یوسم، دا چې له راډیو سره کار کوم، کریډیټ خرڅوم، په یوه دارالحفاظ کې تدریس کوم، ډیر کارونه کوم، څو زما لاس چاته محتاج نه وي."

کولای شم چې ورډ، په ورډ کې ټایپ کوم، کار کوم، په اډاب اډېشن کې کار کوم، له انټرنیټ سره کنیکټ یم، سرچ کوم، ډاوډنلوډ کوم، اپلوډ کوم، ټول کارونه کولی شم

ذهین زیاتوي د لېسانس، ماسټرۍ او حتی د دوکتورا تر کچې به خپلو زدکړو ته دوام ورکوي او په ټکو یې چې غواړي د نړۍ په کچه د نابینایانو رهبر شي.

هغه وايي، هېڅ کله نه دی مایوسه شوی، هغه ځوانان چې بې کاره ګرځي او هېڅ نه کوي، د هغوی دغه کار یې ځوروي، انسان په هرحال کې هر کار کولای شي.

ذهین غواړي له نورو نابینایانو سره د کمپیوټر د زدکړې په برخه کې مرسته وکړي چې د هغوی کار برابر شي او د نورو د اوږو بار نه شي، خو که ځینې شتمن کسان ورسره مرسته وکړي.

نعمت الله افغان ۲۴ کلن ځوان دی او له ذهین سره یو ځای په راډیو کې کار کوي.

د غزني ښار
د غزني ښار

افغان وايي، محمدرضا ذهین که څه هم چې په سترګو نه ويني، خو بیا هم تر ډیری ځوانانو زیات کارونه پر مخ وړي.

دی زیاتوي:"زه چې ذهین صیب ته ګورمه دی زده کوونکی هم دی، د دې تر څنګ یې د برېلکس خطونه دي هغه ډېره ښه وايي، ویني نه اما ګوته ورباندې کښېږدي، د هغه په واسطه باندې هر څه ویلی شي، داسې نه دی لکه نور نابینایان چې هغه د ټولنې او د کورنۍ د اوږو بار و اوسي."

ذهین په خپله شاعر نه دی، خو د نورو د شعرونو ډیکلومې هم کوي.

هغه د پخوانیو او کلاسیکو شاعرانو شعرونه زمزمه کوي او موسيقي ورسره ګډوي.

XS
SM
MD
LG