د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

کابل کې د نابینایانو لپاره په ملي کچه د برېل خط مطبعه پرانیستل شوه


د نابینایانو لپاره د برېل خط یوه ځانګړې مطبعه
د نابینایانو لپاره د برېل خط یوه ځانګړې مطبعه

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نن چهارشنبه(د کب ۲۷مه) په کابل کې د افغانستان په کچه د نابینایانو لپاره د برېل خط یوه ځانګړې مطبعه پرانیستله.

‎د دغې ادارې د کتابونو د چاپ او خپرولو مسوول روح الله هوتک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د یادې مطبعې د پرانیستې هدف د هېواد په کچه نابینایانو ته د درسي توکو برابرول او د رسم العام خط په برېل بدول دي چې په خبره یې د نابینایانو د زده کړو لپاره به ګټور تمام شي.

‎هوتک زیاته کړه: "موږ به د دې مطبعې له لارې ټول افغان نابینایانو لپاره درسي توکي، کتابونو، جنتري، مجلې د اساسي قانون کتابي بڼه او ځینې نور چاپي مواد برابر کړو، د چاپي کتابونو تر څنګ به موږ په غږیزه بڼه هم نابینایانو لپاره معلومات برابر کړو."

هوتک وايي، د یادې مطبعې د پرانیستې هدف د هېواد په کچه نابینایانو ته د درسي توکو برابرول دي.
هوتک وايي، د یادې مطبعې د پرانیستې هدف د هېواد په کچه نابینایانو ته د درسي توکو برابرول دي.

‎ښاغلی هوتک وایي، مخکې د نابینایانو په لېسه کې په دې برخه کې یوه اندازه اسانتیاوې موجودې وې، خو په خبره یې په ۱۳۹۸ کال کې په افغانستان-امریکایي پوهنتون برید کې دغه لېسه هم زیانمنه شوه.

‎د دغې ادارې د معلوماتو له مخې مخکې هم د برېل خط یوه مطبعه موجوده وه چې په دې سره دوه شوې.

‎که څه هم د افغانستان عامې روغتیا وزارت وړاندې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د روغتیا نړیوال سازمان د تېرو لسو کلونو د معلوماتو او څېړنو له مخې ویلي و چې په ټول افغانستان کې یو اعشاریه پنځه سلنه خلک نابینا دي، خو د دغه هېواد د ملي احصایې او معلوماتو ادارې بیا دا شمېر کم ښودلی او ویلي یې دي چې په ټول افغانستان کې صفر اعشاریه شپږ سلنه کسان یا د لید ستونزې لري یا هم په بشپړه توګه څه نه شي لیدلی.

‎افغانستان کې څلور لسیزو دوامدارو جګړو افغانان له کډوالۍ، بې وزلۍ، وزګارتیا سره-سره په بېلابېلو ‌‌‌‌‌‌ډولونو معلول هم کړل.

‎په۱۹مه میلادي پېړۍ کې د لوییس برېل په نوم یو فرانسوي د نابینایانو لپاره دغه خط رامنځته کړؤ څو نابینایان د ګوتو پر سر په لمسولو باندې زده کړې وکړي او د دوی لپاره د زده کړو او سواد زمینه برابره شي.

‎جواد نادرپور چې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌‌ډول نابینا دی او د دغې مطبعې تخنیکي کار کوونکی هم دی وایي، په برېل خط د کتابونو چاپ به د افغان نابینایانو لپاره د زده کړو او کارکولو لپاره زمینه برابره کړي.

جواد نادرپور چې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌‌ډول نابینا دی د دغې مطبعې تخنیکي کار کوونکی دی
جواد نادرپور چې په بشپړ ‌‌‌‌‌‌‌ډول نابینا دی د دغې مطبعې تخنیکي کار کوونکی دی

‎دی وايي: "د دغو کتابونو چاپ د نابینایانو د تعلیم لپاره ښه فرصت برابروي چې د دغه خط په لمسولو به هغوی زده کړې وکړي، کولای شم ووایم چې دا موږ لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین دی."

‎ښاغلی نادر پور چې د همدې برېل خط یا د لمس وړ کرښو کتابونو سره یې تر لېسانس کچې زده کړې کړي او له حکومته غواړي چې په ورته اقداماتو سره د نابینایانو د زده کړو برخې ته لا زیات پام واړوي.

‎دا مهال ټول افغانستان کې د نابینایانو لپاره د لېسې تر کچې پنځه ځانګړي ښوونځي شته چې په هرات، کابل، لغمان، بلخ او غزني ولایتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG