د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

ملګري ملتونه: سږکال په افغانستان کې تر ۱۲زره هیکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي و


د کوکنارو کروندې
د کوکنارو کروندې

د ملګرو ملتونو تازه څېړنه ښيي چې سږکال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه ډېر شوی دی.

ملګروملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د سروې پايلې خپرې کړې.

دا سروې د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه نیولې بیا د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکتوبر تر میاشتې پورې زماني واټن ښيي.

دا سروې چې د سټلایټ یا سپوږمکۍ په وسيله تر سره شوې ښيي چې، په ۲۰۲۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې په دوولس زره او اته سوه هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي، په‌داسې حال کې چې پروسږکال یوازې په لس زره او اته سوه هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و.

"په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر کم شوی، موږ دا فرصت لرو چې د افغانستان له بزګرو سره مرسته وکړو.

دا سروې ښيي چې سږکال یوازې په دیارلسو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي و.

د ملګروملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د څېړنې پر بنسټ، سږکال ډېر کوکنار په بدخشان او بادغيس ولایتونو کې کرل شوي و.

سږکال په بدخشان ولایت کې په اووه زره او څلور سوه هیکټاره، بادغيس ولایت کې په یو زر او دوه سوه هیکټاره، هلمند ولایت کې په اووه سوه هیکټاره او کندهار ولایت کې په اووه سوه او اتیا هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و.

د ملګرو‌‌ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشره مېرمن ګاډا ويلي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام علت د بزګرو اقتصادي ستونزې دي او ټینګار کوي چې، باید د کوکنارو د کښت کمولو لپاره له بزګرو سره مرسته وشي.

نوموړې وايي: "په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر کم شوی، موږ دا فرصت لرو چې د افغانستان له بزګرو سره مرسته وکړو. دا مرسته به دې ته زمینه برابره کړي چې بزګران د غیر قانوني عایداتو سره له تړاو پرته مشروع سرچینې پراخې کړي. په افغانستان کې ښځې او نارینه له ناوړه مالي او بشري ستونزو سره مخ دي او په عاجل ډول بدیل معیشیت ته اړتیا لري."

د افغانستان جنوب کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاینه یو انځور
د افغانستان جنوب کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاینه یو انځور

ملګري ملتونه د کوکنارو د کښت د ډېروالي اصلي لاملونه د بزګرو اقتصادي ستونزې، د تاریاکو د زېرمو کموالی او دغه ډول په روان کال کې د تاریاکو د بیو لوړوالی بولي.

د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ، پروسږکال په افغانستان کې د یوه کیلوګرام تاریاکو بیه سل امریکايي ډالره وه، خو سږکال د یوه کیلوګرام تاریاکو بیه ۷۳۰ امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل د مياشتې پر څوارلسمه نېټه د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاق منع کړ.

که څه هم د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته د کوکنارو د کښت د حضوري سروې اجازه نه‌ده ورکړې، خو په ظاهره ملګروملتونو د خپلې سروې پايلې تر خپرېدو مخکې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړي دي.

د ملګروملتونو له راپور سره د طالبانو د حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت یو لیک هم ضمیمه شوی دی، په‌دې لیک کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې، سږکال د دوی نظامیانو شپاړس زره هیکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ملګرو ملتونو د دې سروې پایلې ردوي.

هغه وايي: "د کورنیو چارو وزارت دا سروې او د ملګروملتونو ادعا په بشپړ ډول ردوي او له واقعیت او حقیقت یې لیرې بولي او دا هم امکان لري چې دا سروې د کال په لومړیو میاشتو کې د ملګروملتونو له نشه‌‌‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې دفتر د کوکنارو د کښت ویجاړولو تر عملیاتو مخکې کړې وي، دا هغه وخت دی چې تر دې وروسته پولیسو د کوکنارو ټول کښتونه ویجاړ کړل. په وروستي کال کې د کوکنارو د کښت او نشه‌‌يي موادو د تولید په اړه د کورنیو چارو وزارت ارزونه ښيي چې، د نورو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت خورا ډېر کم شوی دی."

په‌داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د افغانستان جنوب لوېديځ ولایتونه د کوکنارو د کښت دودیزې سیمې بلل کېدې او د ملګروملتونو د راپور پر بنسټ، د افغانستان د ټولو کوکنارو (۷۵) سلنه یوازې په‌دې سیمو کې کرل کېدل، خو د ملګروملتونو تازه څېړنه ښيي چې، اوس (۵۹) سلنه کوکنار د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې کرل کېږي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG