د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په بریتانیا کې د افغانستان د یوه کیلو ګرام هيرويينو بیه له ۱۵زرو څخه ۳۳زرو ډالرو ته پورته شوې


ارشیف: په افغانستان کې د راټولو شویو تاریاکو یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د راټولو شویو تاریاکو یو انځور

برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړو شويو هيرویینو قاچاق د پخوا په ډول دوام لري او د تېرو دوو کالو په پرتله يې بیه هم دوه برابره لوړه شوې ده.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د برخې دوو څېړونکو فلیپ بيري او ډيويډ منسفيلډ په خپله تازه څېړنه کې ويلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کموالي سره سره بیا هم نړیوالو بازارونو، په تېره بیا اروپا او بریتانیا ته د هیرويينو قاچاق نه دی کم شوی.

دوی زیاته کړې چې په افغانستان کې د کوکنار د کښت کموالي یوازې بریتانیا ته د وړاندې شویو هيرويينو پر کيفیت اغېز کړی دی، خو برعکس د یوه کيلوګرامو هيرويينو بیه له ۱۵زرو ډالرو څخه ۳۳زرو ډالرو ته پورته شوې ده.

دا مقاله چې په ډبلیوپي‌آر(WPR) کې خپره شوې، وايي، کله چې په ۲۰۰۰م ميلادي کال کې د طالبانو د مشر له‌خوا د کوکنارو کښت منع شو اغېز يې په نړیوالو بازارونو کې یو کال وروسته ولیدل شو، خو دا ځل تر دوه کاله وروسته هم هغه ډول نښې نښانې نه دي لیدل شوي.

د اروپايي ټولنې له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز تحلیلګرې مېرمنې تیوډورا ګروشکووا هم په دې وروستیو وختونو کې له ازادي راډيو سره په مرکه کې ويلي چې له افغانستان څخه د هيرويينو قاچاق کم شوی دی، خو په بشپړ ډول نه دی درېدلی.

هغه وايي: " د ۲۰۲۳م کال په وروستیو میاشتو او د ۲۰۲۴م کال په لومړیو میاشتو کې ډېر هیرویین په ترکیه، بلغاریا او بلجیم کې ونیول شول چې دا خپله اروپايي بازارونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو دوام ښيي. تر دې مهاله موږ اروپايي هیوادونو ته د هیرویینو د قاچاقو د پوره بندېز شاهدان نه یو."

فلیپ بيري او ډيويډ منسفيلډ چې څو کاله يې په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې څېړنه کړې، تازه مقاله یوه ليکلې او په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف، د تاریاکو له قاچاقو سره مبارزه نه ده کړې او اوس هم په افغانستان کې د تاریاکو لويې زېرمې شته.

د دوی په وینا، په افغانستان کې په ۲۰۲۲م میلادي کال کې شپاړس نیم زره ټنه تاریاک تولید شوي وه چې له دې تاریاکو څخه یو زر او اووه سوه ټنه يې بهرنیو هېوادو ته قاچاق شوي او له دې قاچاق شویو تاریاکو څخه د هيرويينو په جوړولو کې کار اخيستل شوی دی.

د دې څېړنې پر بنسټ، د طالبانو حکومت سږ کال يوازې د افغانستان په شمال شرقي ولایتونو، په تېره بیا بدخشان ولایت کې د کوکنارو یوازې درې سلنه کښتونه ویجاړ کړل او بزګرانو له پاته کښتونو څخه تاریاک ټول کړل.

څرنګه چې په افغانستان کې ډېر تاریاک زېرمه شوي، سږ کال به د یوه کیلوګرامو تاریاکو بیه له زرو ډالرو څخه ۵۸۰ امریکايي ډالرو ته راښکته شي، خو د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين مولوي عبدالحق همکار وايي چې دوی د کوکنارو له کښت سره مبارزه کې بریالي وه، خو د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.

همکار وویل: "څوک چې کوکنار یا بنګې کري او یا په غرونو کې صنعتي نشه‌يي مواد جوړوي، د دې کار لپاره خپله اميرالمومنین جزا ټاکلې ده. موږ داسې دوسيې هم لرو چې ځينې مواد په غير قانوني ډول له دباندې څخه افغانستان ته راوړل کېږي. باید نړیواله ټولنه په دې برخه کې افغانستان هېر نه کړي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د نشه‌يي موادو د کاروبار پر مخنيوي ټينګار کوي چې د دوی د مشر له‌خوا د نشه‌يي موادو منع کولو د فرمان دوه کاله کېږي، خو په دې دوو کالو کې د طالبانو حکومت ونه شوای کولای چې له بزګرو سره لازمې اقتصادي مرستې وکړي او په علني ډول د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي محاکمه کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG