د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د بدخشان بزګران: طالبانو د کوکنارو د کښت په ویجاړولو کې دوه ګونی چنلد وکړ


په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو اړولو له کمپاینه یو انځور
په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو اړولو له کمپاینه یو انځور

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په بدخشان ولایت کې يې تر دېرش زره جریبه ډېره ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

د طالبانو ځايي چارواکي دا مني چې سږکال د بدخشان ولایت له ۲۷ ولسوالیو څخه په یوولسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي او د دوی نظامیانو وکولای شوای چې دېرش زره جریبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي.

سږ کال د طالبانو حکومت په شمال لويديځو ولایتونو، په تېره بیا بدخشان ولایت کې د کوکنارو ډېر کښتونه ویجاړ کړي، ځکه پروسږکال ډېر تاریاک له همدې ولایتونو څخه ترلاسه شوي وو.

د بدخشان ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ازادي راډيو ته وويل چې د کوکنارو د کښت په ویجاړولو کې د دوی د نظامیانو عملیات بریالي وو.

کامګار وايي: "په روان کال کې تر دې مهاله د ولایت په کچه تر دېرش جريبه ډېرې ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوي چې ډېر کوکنار د بدخشان ولایت په ارګو، درایم، جرم، بهارک، شهر بزرګ ولسوالي او په مجموع کې د مرکز په ګډون په یوولسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو چې د دې کښتونو ویجاړولو عملیات پای ته رسېدلي دي."

د بدخشان ولایت ځينې بزګران چې له څو کالو راهيسې کوکنار کري، د کوکنارو د کښت ویجاړولو په اړه د طالبانو پروګرام ته ګوته نيسي، ځکه د دوی په وینا چې طالبانو د کوکنارو د کښت په ویجاړولو کې دوه ګونی چلند کړی دی.

په دې اړه د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ یوه بزګر صفي الله ازادي راډيو ته وويل: "ټول کوکنار يې ویجاړ نه کړل، یو څه يې ویجاړ کړل او څه ځنې پاته شول او بزګرانو يې تاریاک ټول کړل. چې څومره يې وس رسېده د کښت تر وچولو پورې يې کوکنار واړول، پنځوس سلنه به يې ویجاړ کړي وي."

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ یو بزګر هدایت الله وايي چې د طالبانو حکومت په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

دی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت ویجاړولو په بدل کې دي له دوی سره د بديل معيشیت په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وايي: "د خاش ولسوالۍ ټول کوکنار يې واړول او له منځه يې یووړل، خو په مقابل کې يې بزګرو ته مرسته نه ده رسېدلې. زموږ غوښتنه دا ده چې بزګرو ته دي د کوکنارو په بدل کې غنم او اصلاح شوي تخمونه ورکړي."

د السيس په نوم يوې برتانوۍ موسسې هم د یوې سروې د راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې که څه هم سږکال طالبانو د کوکنارو د کښتونو ویجاړولو په لړ کې بدخشان ولایت ته ډېر پام اړولی و، خو بیا هم دوی یوازې درې سلنه کښتونه ویجاړ کړل.

تحلیلګران وړانديز کوي چې، بزګرو ته ډېر زیان رسېدلی، له همدې امله باید له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرسته شوې وای.

له دې تحلیګرانو څخه یو هم اسلام الدین جیحون نومېږي، ده ازادي راډيو ته وويل: "هغه ځمکې چې بزګرانو مخکې په اجاره اخيستي وې د هغو ځمکو کوکنار يې ویجاړ کړل. که دولت په رښتیا سره اراده درلادای چې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کښت ختم شي باید کلکه هوډ يې کړی وای او د مرکز او ولسوالیو ټول کښتونه يې ویجاړ کړي او بيرته راستانه شوي وای.

په داسې حال کې چې د کوکنارو د پسرلني کښت ویجاړول پای ته رسېدلي او بزګران د نوي کښت او کروندې لپاره ځانونه چمتو کوي، خو د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې له هغوی سره د بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

د دې راپورد غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

-------------------------
راپور: نعمت‌الله احمدی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG