د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

ډبيلو‌ايچ‌او: په يو کال کې د منځني ختيځ او اسيا په کچه د کولرا زياتې پېښې افغانستان کې ثبت شوي


له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور
له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبليو‌‌ايچ‌او" ويلي، د منځني ختیځ او اسیا په کچه د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په افغانستان کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ او له امله يې د مړینې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په‌دې اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره افغانستان په منځني ختیځ او اسیا کې د هغه هېواد په توګه معرفي کړی، چې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان چې ټولې پېښې يې د شکمنو پېښو په توګه ډلبندي کړي ويلي، د سيمې په کچه د کولرا ٨٧ سلنه پېښې او له امله يې د مړينې ٧٩سلنه په افغانستان کې ثبت شوي.

"زموږ په سيمه کې کلينيک نه‌‌شته، نس ناسته ډېر خطرناکه ناروغي ده، زه شپږ ماشومان لرم، هره اوونۍ مې يو ماشوم په کولرا حتما اخته کېږي،
محمدولي

د راپور له‌مخې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۲۳ کال کې د ثبت شویو پېښو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۳سلنه او د مړو شمېر ۷۱سلنه ډېر شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې تر ۴۰۰ ډېر هغه کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي، چې په اسانۍ د درملنې وړ وو.

د "ډبليو‌‌ايچ‌او" په خبره د کولرا پېښې په ۴۵ هېوادونو کې ثبت شوي، چې د تېر کال په پرتله ۴۴سلنه زیاتوالی ښيي او په ٢٠٢١ کال کې دا شمېر ۳۵سلنې ته رسېده.

ډبليو‌ايچ‌او زياتوي، راپور شویو پېښو کې ٣۸سلنه د پنځو کلونو څخه کم‌عمر لرونکي ماشومان دي.

خو يوشمېر افغان کورنۍ چې ماشومان يې په‌دې ناروغۍ اخته دي وايي، روغتيايي کلينيکونو ته لاس‌رسی نه‌لري او په شخصي کلينيکونو کې يې درملنه ستونزمنه ده.

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د سور ډاګ سيمې اوسېدونکي محمدولي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "زموږ په سيمه کې کلينيک نه‌‌شته، نس ناسته ډېر خطرناکه ناروغي ده، زه شپږ ماشومان لرم، هره اوونۍ مې يو ماشوم په کولرا حتما اخته کېږي، که د ولسوالۍ کلينيک ته لاړ شم بايد موټر ونيسم لار خرابه ده، سيند کې هم اوبه راغلي د موټرو د کرايې توان هم نه‌لرو."

د دې راپور له‌مخې، د کولرا له امله ډېری مړینې د ۱۳هېوادونو څخه په پنځو کې ثبت شوي او ډېری یې په هغو ټولنو کې شوي، چېرې چې خلک یې روغتیایي خدماتو ته ډېر لاس‌رسی نه‌لري.
د دې راپور له‌مخې، د کولرا له امله ډېری مړینې د ۱۳هېوادونو څخه په پنځو کې ثبت شوي او ډېری یې په هغو ټولنو کې شوي، چېرې چې خلک یې روغتیایي خدماتو ته ډېر لاس‌رسی نه‌لري.

ځوانان او ډېر عمر لرونکي کسان هم له‌دې ناروغۍ کړيږي.

د کندهار اوسېدونکې پلوشې په‌دې اړه ازادى راډيو ته وويل: "زه خپله او مور مې ناروغه يو، څو ځلې ډاکټر ته لاړو ښه نه‌شولو، کولرا ناروغي لرو، هوا هم ډېره ګرمه ده، توان هم نه‌لرو چې ښه درملنه وکړو."

په افغانستان کې د کولرا د ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستي راپور او د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او د کورنیو د شکایتونو په اړه مو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان پوښتنه وکړه، خو د دې راپور تر خپرېدو يې ځواب را نه‌کړ.

"په روان کال کې سېلابونه ډېر راغلل چې د کولرا او نورو ناروغيو په زياتوالي کې يې رول درلود
ډاکټر فريدالله عمري

له‌دې سره د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کولرا د کولمو مکروبي ناروغي ده چې د ناپاکو خوړو او اوبو له لارې لېږدول کېږي او هغه ټولنې چې روغتیایي خدمتونو ته محدود لاس‌رسی لري ډېرې زيانمنېږي.

روغتيايي متخصصين هم له‌‌دې ناروغۍ د خلاصون يوازينۍ لار د پاکو اوبو څښل يادوي.

د انتاني او ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فريد‌الله عمري په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "په روان کال کې سېلابونه ډېر راغلل چې د کولرا او نورو ناروغيو په زياتوالي کې يې رول درلود، دغه شان د کډوالو راتګ او د ولاړو اوبو او څاه ګانو څخه د اوبو څښل دا ناروغي زياتوي."

ډاکټر عمري زياتوي، د بدن د معافيتي سيستم کموالى په ماشومانو او لويانو کې د کولرا د زياتوالي يو بل لامل دى.

د "ډبليو‌ايچ او" په راپور کې هم جګړو، اقلیمي بدلونونو، د پاکو اوبو نشتوالي، بې‌وزلۍ، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدل او د طبیعي پېښو ته اشاره شوې او دا موارد د یادې ناروغۍ په زیاتوالي کې مهم بلل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا هم وايي، دا لومړی کال دی چې څو هېوادونه د کولرا له امله د مړینو راپورونه ورکوي چې، د روغتیایي تاسیساتو څخه بهر پېښ شوي او د "ټولنيزو مړینو" په نوم يادېږي.

د دې راپور له‌مخې، د کولرا له امله ډېری مړینې د ۱۳هېوادونو څخه په پنځو کې ثبت شوي او ډېری یې په هغو ټولنو کې شوي، چېرې چې خلک یې روغتیایي خدماتو ته ډېر لاس‌رسی نه‌لري.

په ٢٠٢٣ کال کې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مالاوي او سومالیا له لس زره څخه د زياتو شکمنو یا تایید شویو پېښو راپور ورکړی و، چې اوس دې شمېر کې اتیوپیا، هائیټي، موازمبیق او زیمبابوې ور زيات شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG