د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د افغان ښځو د رواني ناروغیو د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودل شوې


ارشیف: د بدخشان ولایت یوه څنډه کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: د بدخشان ولایت یوه څنډه کې وسله‌وال طالبان

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا (UN Women) وايي، په افغانستان کې د ښځو د رواني سلامتيا کړکېچ مخ په ډېرېدو دی.

دې دفتر په افغانستان کې د ښځو د رواني ناروغیو د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دې سازمان له یوې ټولپوښتنې سره سم، ۶۸ سلنه افغان مېرمنو خپله رواني روغتیا "بده" یا "ډېره بده" ښودلې ده.

یاد سازمان د افغانستان د برخې مشرې الیسون ډیویدیان، د دې موضوع په څرګندولو سره د طالبانو د درې کلن حاکمیت په اړه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان ښځو د وضعیت د پیاوړتیا لپاره خپلو پانګونو او ملاتړ ته دوام ورکړي او پر دغې لاره تر پایه ورسره مزل وکړي.

هغې زیاته کړه: "د جنسيتي برابری او د ښځو پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر تحلیل ښيي چې تر ۲۰۲۶م کال پورې به ۱،۱ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شي او له ۱۰۰ میلیونو څخه زیاتې مېرمنې او نجونې په پوهنتونونو کې درس نه‌شي ویلای. په همدې توګه، د مور او ماشوم مړینه به ۵۰ سلنه ډېره شي چې د وخت مخکې د مور او ماشوم ۴۵ سلنې ډېروالي ته په کتو یوه جدي اندېښنه ده."

د ډیویدیان په وینا، له ۲۰۲۱م کال راهیسې په ښارونو او کلیو کې له زرګونو افغان مېرمنو سره د خبرو اترو موندنې ښيي چې افغان مېرمنې له عامه ژوند څخه بې برخې شوې دي.

د کورنۍ په کچه په پرېکړه کولو کې د دوی ونډه د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه کمه شوې ده، او ۹۸ سلنه ښځې دا احساس کوي چې په ټولنه کې د پرېکړو کولو په اړه د دوی ونډه محدوده یا صفر ته راښکته شوې ده.

په همدې حال کې، د کابل ښار یوه مېرمن چې اوه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت له‌خوا د بد حجاب په تور نیول شوې وه او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل چې دوه ځلې یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي: د شپې خوب نه شم کولی هر کله مې چې سترګې پټوم، همغه صحنه مې سترګو کې ګرځي، چیغې وهم او پاڅېږم.

هغه وايي: "د دې لپاره چې زندان ډېر بد نوم لري او د دې لپاره چې خلک خبر نشي، نور راته کورنۍ اجازه را نه کړه چې بهر لاړه شم، له همغې ورځې تر اوسه په کور یم، دوه ځلې مې په دې موده کې د ځان وژنې هڅه وکړه، زه یې روغتون ته بوتلم، هر ځل مې هغه صحنې او د دوی وهل ډبول یادېږي، د شپې خوب نه شم کولی هر کله مې چې سترګې پټوم، همغه صحنه مې سترګو کې ګرځي، چیغې وهم او پاڅېږم."

یوه ورځ وړاندې، د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوه اعلامیه خپره کړې وه چې په کې راغلي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۷۰ داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغان ښځو او نجونو پر ازادۍ، حقونو او ورځني ژوند یې مستقیم اغېز کړی.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامین کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلونو کې، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو او پوهنتون ته پر تګ بندیز، په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز، د نجونو پر ورزش، ښځینه حمامونو، پارکونو او تفریحي ځایونو بندیز، او له محرم پرته د لرې واټن سفر کولو تر څنګ، طالبانو د ښځو پر اجباري حجاب او ښځینه سینګارتونو هم محدودیتونه وضع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG