د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

الکوزی: د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو پیلېدو سره د راکړې ورکړې کچه لوړېږي


د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي د پټلي د جوړېدو لومړنۍ چارې په ۲۰۲۰ کال بشپړې شوې وې، خو د افغانستان په خاوره کې له روزنک سټیشن نه تر هرات ښاره د دې پټلۍ د ۴۴ کیلو متره جوړېدو چارې نا پشپړې پاتې وې.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي د پټلي د جوړېدو لومړنۍ چارې په ۲۰۲۰ کال بشپړې شوې وې، خو د افغانستان په خاوره کې له روزنک سټیشن نه تر هرات ښاره د دې پټلۍ د ۴۴ کیلو متره جوړېدو چارې نا پشپړې پاتې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په پیلېدو سره به له اروپا او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو راکړې ورکړې کچه لوړه شي.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي د هرات-خواف رېل پټلۍ د افغانستان د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده.

نوموړی وایي: "موږ له ایران سره لویه سوداګري لرو او په سیمه کې زموږ د سوداګرۍ لوی شریک دی، دغه شان د بندر عباس له لارې له ایران سره ټرانزیټ لرو، نو موږ د ریل ته اړتیا لرو او کومه پټلۍ چې د خواف نه هرات ته رارسېږي دا له اقتصادي اړخه ډېره مهمه ده، په دې سره به زموږ په انتقالاتو کې ښه والی او وارداتو او صادارتو کې زیاتوالي راشي."

الکوزی وايي چې په کلني ډول د افغانستان او ایران ترمنځ اوسمهال د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه دوه ميلیارده ډالرو ته رسېږي، خو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې ویلي وو، کېدای شي دا کچه لس میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې له ایران سره د سوداګریزو توکو انتقالات له اوږد ځنډ وروسته پرون پیل او له ایرانه په سوداګریزو توکو بار یو ریل ګاډی تر هراته ورسېد.

په دې اړه په هرات کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رېل پټلۍ افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو انتقال لپاره مهم وبلل او وې ویل چې افغانستان به له دې لارې له ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "دا دواړو هېوادونه او ان اروپا له افغانستان سره نښلوي، دا په اقتصادي برخه کې یو مهم ګام دی، دا زموږ سوداګرو ته یو امېد دی. موږ هیله لرو چې دا پروژه دوام پیدا کړي او د افغانستان صادارت تر اروپا ورسېږي او د نورو هېوادونو صادرات افغانستان ته راورسېږي، جنوبي اسیا له غربي اسیا سره ونښلي، دا یوه مهمه پروژه ده او موږ ورته په ډېر ارزښت قایل یوو."

د پرانيستې دې مراسمو ته د ایران د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري وویل، د هرات‌- خواف رېل پټیلۍ به د ورېښمو لارې د بیا پرانیستلو زېری وي.

نوموړي دغه شان وویل چې له دې لارې به په کلني ډول د افغانستان او ایران ترمنځ د کال ۶ میلیونه ټنه ټرانزیټي توکي انتقالېږي.

د دې ترڅنګ به له دغه لارې په کلني ډول د یو میلیون انسانانو د لېږد رالېږد ظرفیت ولري.

د دې ترڅنګ به له دغه لارې په کلني ډول د یو میلیون انسانانو د لېږد رالېږد ظرفیت ولري.

د یادونې ده، چې دا پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان هرات ولایت د ایران له خواف ښار سره تړي او دغه شان د افغانستان دا پټلۍ د بندرونو او د اورګاډو د لیکو له لارې منځني ختیځ، ترکیې او اروپا ته د سوداګرۍ لپاره کارولی شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي د پټلي د جوړېدو لومړنۍ چارې په ۲۰۲۰ کال بشپړې شوې وې، خو د افغانستان په خاوره کې له روزنک سټیشن نه تر هرات ښاره د دې پټلۍ د ۴۴ کیلو متره جوړېدو چارې نا پشپړې پاتې وې.

د خواف - هرات د پټلۍ هوکړه لیک په ۱۳۸۵ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لارښونه لاسلیک او یو کال وروسته یې عملي چارې پیل شوې.

هغه مهال افغان چارواکو ویلي وو، په پام کې ده دغه پټلۍ په اوږدمهالي کې د منځنۍ اسیا هېوادونه او چین سره ونښلول شي، چې افغانستان به په دې توګه له دغو هېوادونو سره پر سوداګرۍ سربېره د ترانزیټ په څلور لارې هم بدل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG