د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

په دوحه کې؛ پر خصوصي سوداګرۍ، بانکدارۍ او مخدرو موادو تمرکز کېږي


دوحه
دوحه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د طالبانو حکومت تایید کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا اصلي موضوعات خصوصي سوداګري، بانکداري او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پالیسي ده.

د طالبانو مشر له واک ته رسیدو وروسته د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او دوی په وار وار ادعا کړې چې د کوکنارو کښت یې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی او د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.

خو له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د نشه يي توکو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي او ډېر تریاک به تولید شي.

د يادې ادارې مشر ویلي و، تېر کال د کوکنارو په کښت کې ٩٥ سلنه کموالى پر کروندګرو ډېر اغېز کړى او په افغانستان کې د بېوزلۍ لامل شوى دى.

دغه سازمان دا هم ویلي و، سره له دې چې د هیروینو قاچاق کم شوی، خو په افغانستان کې د ښيښې د تولید او اروپا ته یې د قاچاقو په اړه ډاډه نه دی، هغه موضوع چې د «اروپايي ټولنې د نشه یي توکو او اعتیاد د څارنې مرکز» په خپل تازه راپور کې تاییده کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان کروندګرو ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته باید د کوکنارو بدیل ورکړل شي.

د بدخشان ولايت يو کروندګر واسع وايي چې په دې وروستيو کې د کوکنارو کښتونه اړول شوي دي او هیڅ بدیل کښت هم نه لري.

((بدیل کښت مو پیدا نه کړ، هیڅ بل شی هم نه شي کولای د کوکنارو ځای ونیسي. کوکنار یې له منځه یوړل او اوس ان اوبه هم نه لرو چې څه وکرو. زما شپږ جریبه ځمکه چې کوکنار مې پکې کرلي و له منځه یې یووړل او ځمکې اوس شاړې دي. ))

تر دې مخکې د ایران او تاجکستان په ګډون د افغانستان یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له دې هیواده د نشه يي توکو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې وه.

بله هغه موضوع چې د دوحې په غونډه کې به ورباندې بحث کیږي، بانکي او سوداګریزي ستونزې دي.

په دې دوو برخو کې ستونزو د افغانستان له خصوصي بانکونو څخه د پیسو ایستل او له نړیوالو بانکونو سره اړیکي محدودې کړي او د خلکو پر سوداګرۍ او ورځني ژوند یې منفي اغیز کړی.

په افغانستان کې د سمنټو یو سوداګر احمد فیصل وايي، د مال د پېرلو لپاره باید نغدې پیسې له ځانه سره انتقال کړي، چې له امله یې د معاملو پروسه پڅېږي: ((موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دا مهال پاکستان ته نغدې پیسې لېږدوو او باید خبر ورکړو چې دا پیسې مو تورخم ته رسولې دي، موږ په دې بهیر کې له ستونزو سره مخ یو؛ په تورخم کې مو پیسې د دولتي چارواکو له خوا غصب کېږي بیرته اخیستل يې، کیدای شي ٥ څخه تر ٦ میاشتو پورې یا ان یو کال وخت ونیسي. تر څو چې د محکمې بهیر یې ختم شي.))

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر خان جان الکوزي د سوداګرۍ د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: ((د ویزې، د پیسو د انتقال او د قراردادونو په برخه کې ستونزې شته. زموږ ډيری ستونزې نړیوالې دي چې هیله لرو حل شي. ځينې هغه پروژې مو چې د جمهوریت پر مهال درلودې بشپړې شوې نه دي او پیسې یې هم پر اسیاي بانک او نورو بانکونو پاتې دي چې څو کاله کېږي نه دي ورکړل شوي.))

د طالبانو حکومت پلاوي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې ګډون کړی ویلي، د دې غونډې په دوهمه ورځ چې دوشنبې ده پر خصوصي سوداګرۍ، بانکدارۍ او له نشه يي توکو سره پر مبارزې به بحث او خبرې اترې وشي.

XS
SM
MD
LG