د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د اروپا د عدالت محکمې پرېکړه؛ افغان ښځو ته د پنا ورکولو لپاره جنسیت او ملیت کافي وبلل شو


د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د یوې غونډې انځور
د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د یوې غونډې انځور

د اروپا د عدالت محکمې د جمعې په ورځ پرېکړه کړې چې یواځې جنسیت او ملیت هم کافي دی چې د اروپايي ټولنې یو غړی هېواد افغان ښځو ته پناه ورکړي.

د اروپا د عدالت محکمې داسې وخت په اروپايي ټولنه کې د افغان ښځو د پناه په اړه یوه مهمه پرېکړه کړې چې طالبانو د افغان ښځو حقونه په زیاتېدونکي توګه محدود کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته په رسېدو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل.

وروسته یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او په کارونو کې یې د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه وضع کړل.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

په تر ټولو وروستي محدودوونکي اقدام کې طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون کې د ښځو غږ عورت وباله او د هغوی د کار او فعالیت مخه یې تر ډېره ډب کړه.

د اروپا د عدالت محکمې په حکم کې راغلي، د پناه ورکولو په وخت کې همدومره هم کفایت کوي چې جنسیت او ملیت په نظر کې ونیول شي.

په دې پرېکړه کې زیاته شوې دا غیر ضروري ده چې ثابته شي که د پناه غوښتونکې بېرته خپل اصلي هېواد ته ستنه شي له قضايي تعقیب سره به مخ کېږي.

له دې پرېکړې ځینې فعالانې هرکلی کوي.

حسیني وايي: که ښځې اعتراض هم نه کوي او کله له کوره بهر ووځي د محرم د نشتوالي په سبب نیول کېږي او جبري ودونو ته اړ ایستل کېږي.

له دې ډلې په جرمني کې مېشتې د ښځو د حقونو فعالې فاطمې حسیني ازادي راډیو ته وویل: "زما په نظر دا یو ښه خبر دی او باید ورته هیله‌منې واوسو، افغان ښځې ټول پوهېږو له خطر سره مخ دي، تر څنګ یې له تعلیم او تحصیل پاتې دي، که ښځې اعتراض وکړي بندیانوي یې، وژني یې، که ښځې اعتراض هم نه کوي او کله له کوره بهر ووځي د محرم د نشتوالي په سبب نیول کېږي او جبري ودونو ته اړ ایستل کېږي."

فاطمه حسیني دا پوښتنه هم کوي چې مهمه ده دا مشخصه شي، اروپايي ټولنه کومو افغان ښځو ته پناه ورکوي هغه چې وختي اروپا ته رسېدلي یا هغه ښځې چې لا هم په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کوي او بېرته افغانستان ته نه شي ستنېدلی؟

د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼې افغان نجونې او ښځې له قاچاقي یا قانوني لارو اروپا ته تللي، خو ځینو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې قضیې له خنډ سره مخ شوي.

د رویټرز په راپور کې د دوو داسې افغان ښځو یادونه شوې چې د اتریش چارواکو یې د پناه غوښتنې رد کړې وې.

د راپور په اساس دغو دوو ښځو په ۲۰۱۵م او ۲۰۲۰م کلونو کې په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې وه، خو هر وار رد شوې وه.

د اتریش چارواکو لا په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.

اندېښنې شته چې په اروپايي هېوادونو کې د ښي اړخو او کډوالو ضد ګوندونو په واکمنېدو ښايي د کډوالو پر وړاندې تګلارې لا پسې سختې شي.

وبه کتل شي چې د اروپا د عدالت محکمې دا پرېکړه څومره د اروپايي هېوادونو له خوا منل کېږي او هغو افغان ښځو ته پناه ورکول کېږي چې یا اروپا ته رسېدلي یا د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې د اروپايي هېوادونو د ویزو لپاره غوښتنې ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG