د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

افغانستان په اړه د فوق‌العاده غونډې جوړېدل؛ ګوټېرېش: د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر سرغړونو تمرکز کېږي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه فوق‌العاده غونډه جوړوي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان په ځانګړې غونډه کې به د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو نه د پراخو سرغړونو په اړه خبرې وشي، هغه چې د دغه سازمان سرمنشي یې د طالبانو د اوسني رژیم تر ټولو "وحشتناک اړخ" بولي.

انټونیو ګوټېرېش پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۸مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته د دغې غونډې د جوړېدو خبره وکړه، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.

هغه وویل: "موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یوو."

ګوټېرېش په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د طالبانو پر ملاتړ هم اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دغه ډلې د نورو هېوادونو لپاره هم ګواښ پېښولی شي، هغه څه چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن پنجشنبه د سټمبر ۱۹مه ملت ته د حساب ورکولو په نوم په یوه خبري غونډه کې د ګوټېرېش څرګندونې رد کړې او نوموړی یې معلوماتو په کموالي تورن کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش دا هم ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي، خو په خبره یې دا کار ځکه ستونزمن دی چې طالبان په اوسنیو شرایطو کې همکارۍ ته زړه نه ښه کوي.

ګوټېرېش په داسې حال کې د افغانستان په اړه د یوې فوق‌العاده غونډې د جوړېدو اعلان کوي چې په دې هېواد کې بشري وضعیت خراب او د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د لا ډېرېدو په حال کې دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، امنیت شورا په داسې حال کې چې هر ډول واک او صلاحیت لري، د افغانستان په اړه یوازې په اعلامیو او خواخوږیو بسنه کوي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسې جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعالې شکریې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو له راتلونکې ناستې ډېرې تمه نه لري.

د افغانستان د پخوانۍ ولسې جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
د افغانستان د پخوانۍ ولسې جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

مېرمن بارکزۍ وايي: "سره له دې چې اوسمهال په یوه برخه کې هم د افغانانو حقونه نه دي تعریف شوي، خو بیا هم نړیوالې ادارې په دې برخه کې خپلې پاتې راتلو ته غاړه کېدې. که د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته هم په دې همدې شکل مخته لاړه شي نو کومه تمه ترې نه شي کېدای. افغانان نور ستړي دي. له درېیو کالو وروسته نور اعلامیو ته اړتیا نه‌شته، موږ غواړو چې د دې حالت د پای ته رسېدو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي."

خو د ښځو د مشارکت شبکې یوې غړې ترنم سیدي بیا وویل، له دې ډول ناستو تمه لري چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ښځو ضد سیاست د پای لامل شي.

مېرمن سیدي وویل: "د دغه ډول ناستو پایله باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ضد سیاستونو پای ته رسېدل او د بشري حقونو ځای پر ځای کول وي، د دې ترڅنګ باید پر طالبانو د سیاسي فشار لامل شي څو دغه وضعیت بدل او د افغان مېرمنو حقونه خوندي شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیت لږترلږه ۷۰ فرمانونه پلی کړي دي.

تر ټولو وروستی هغه یې د امر بالمعروف قانون دی چې له مخې یې پر افغان ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې له چین او روسې پرته چې د طالبانو ملاتړي بلل کېږي، ټولو غړو هېوادونو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر نوی قانون وغنده.

هغه قانون چې د نورو محدودیتونو تر څنګ په کې د ښخو غږ او صورت هم عورت بلل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG