د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

اوچا: د ۱۶ميليونه اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ميليونه ډالر بوديجې ته اړتيا ده


نړيوالو سازمانونو راتلونکی ژمی په افغانستان کې سخت اټکل کړی دی.
نړيوالو سازمانونو راتلونکی ژمی په افغانستان کې سخت اټکل کړی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "OCHA" له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له نشتوالي اندېښنه ښوولې ده.

دې ادارې ویلي سږ ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د عاجلو مرستو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

"دې وروستیو سېلونو موږ ته ډېر زيان رسولی دی، زموږ په کورونو کې اوبه ولاړې دي، زموږ د کور دېوالونه يې ړنګ کړي دي
کوز کونړ کې يو سېلاب‌ځپلی

د ملګروملتونو دې ادارې د یک‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه په بیان کې زیاته کړې چې، په‌‌دې پیسو به اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، کمپلو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره کار واخیستل شي.

اوچا د راتلونکي ژمي له خطرونو څخه يادونه کړې او ويلي یې دي، چې د طبیعي پېښو زیانمن شوي خلک سرپناه ته هم اړتيا لري.

د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د روان کال په پیل کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۳،۷ میلیونه دی.

په همدې حال کې په تېرو څو میاشتو کې طبیعي پېښو لکه سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو په افغانستان کې اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

د تېرې اوونۍ د سېلابونو په وروستۍ پېښه کې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې ۳ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د دغو سېلابونو يو تن اغېزمن احمدالله ازادي راډيو ته وويل: "دې وروستیو سېلونو موږ ته ډېر زيان رسولی دی، زموږ په کورونو کې اوبه ولاړې دي، زموږ د کور دېوالونه يې ړنګ کړي دي، له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د کور په بيارغونه کې مرسته وکړي، د خوراکي توکو مرسته وکړي ځکه زموږ ټول خوراکي توکي اوبو وړي دي."

د کوز کونړ يو بل اوسېدونکى ملنګ جان وايي، چې سېلابونو د کورونو د ويجاړولو ترڅنګ د هغوى فصلونه او د چرګانو فارمونه هم ويجاړ کړي دي.

هغه وايي: "درې-څلور جریبه ځمکه او زما د چرګانو فارم هم له‌منځه تللي دي، ما د خپل عاید لپاره ۵۰۰ چرګان ساتلي وو، شاوخوا درې لکه افغانۍ مې تاوان کړی دی."

سږکال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته کم‌ساري ځاني او مالي زيانونه واړول.
سږکال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته کم‌ساري ځاني او مالي زيانونه واړول.

نړیوالو سازمانونو په خپلو رپوټونو کې په وار وار په افغانستان کې د سېلاب‌ځپليو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول بغلان او غور کې سېلابونو د پراخو مالي زيانونو تر څنګ د سلګونو کسانو ژوند واخيست.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې، د دوشنبې په ورځ به د افغانستان ۲۰ ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وي.

په‌دې وړاندوینې کې د سالنګ په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، فراه او هرات ولایتونه یاد شوي.

په دغو ولایتونو کې د اورښت اندازه له ۱۵ ملي مترو څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG