د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

ننګرهار کې د کتاب پلورنې سوړ بازار؛ خديجه: د نجونو پر زده‌کړو بنديز له لوست سره علاقه کمه کړې


له ارشيفه د يو کتاب پلورنځي انځور
له ارشيفه د يو کتاب پلورنځي انځور

په ننګرهار کې د خپرندویه ټولنو یوشمېر مسوولین وايي، په افغانستان کې د بې روزګارۍ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو، د طالبانو د حکومت له‌خوا د کتابونو په خپراوي کلکه څارنه او دغه‌شان د نجونو پر زده‌کړو بندیز د دوی کار روزګار سخت اغېزمن کړی دی.

ختیځ ننګرهار چې یو وخت د پښتو کتابونو د خپراوي او پلور مرکز بلل کېده اوس په‌کې د کتابونو د پلور او خپرېدو بازار په ټپه ولاړ دی.

"دا چې اوس‌مهال د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوي دي او د دې ترڅنګ د هیڅ ډول زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي، دې کار زموږ د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز کړی دی
ننګرهار کې دي وې خپروندويې ټولنې مسوول

په ننګرهار کې د یوې خپرندویه ټولنې مسوول چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "دا چې اوس‌مهال د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوي دي او د دې ترڅنګ د هیڅ ډول زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي، دې کار زموږ د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز کړی دی، ځکه د کتابونو د پلور بازار نه‌شته او کله چې د کتابونو د پلور بازار نه وي نو طبعي خبره ده چې د کتابونو د خپراوي په چاره اغېز لري."

د یوې بلې خپریدویه ټولنې مسوول چې دا هم نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "په ټوله کې د کتاب لوست کم شوی دی، هغه ځوانان چې مخکې به راتلل او د خپل مسلک اړوند لسګونه کتابونه به یې پېرل نو اکثره هغوی یا له هېواده وتلي دي او که ځینې یې همدلته دي هم زړونه یې مات شوي دي، یا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، همدا لامل دی چې د کتابونو خپراوی ډېر کم شوی دی."

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په‌دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده چې، د کتابونو د پلور او خپراوي په بازار یې هم اغېز کړی دی.

د کتاب پلورنځيو د مسوولينو په خبره د تېر جمهوري نظام پر مهال به یې په میاشتني ډول د مرستندویه درسي کتابونو په شمول په بېلابېلو برخو کې له سلو ډېر کتابونه خپرول، خو اوس یې شمېر لسو ته هم نه رسیږي.
د کتاب پلورنځيو د مسوولينو په خبره د تېر جمهوري نظام پر مهال به یې په میاشتني ډول د مرستندویه درسي کتابونو په شمول په بېلابېلو برخو کې له سلو ډېر کتابونه خپرول، خو اوس یې شمېر لسو ته هم نه رسیږي.

طالبانو دغه‌شان له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیز لګولی دی.

د کتابونو پلورنکي وايي، هغه مهال چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه و، دغه نجونو اړتیا درلوده چې د درسي کتابونو تر څنګ مرستندویه درسي کتابونه هم وپېري.

کله چې یوه نجلۍ په کور کې را ایساره وي د هغې سره لوی سوال همدا وي چې ولې زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږم؟
خديجه

په ننګرهار کې اوس‌مهال تر ۳۰ پورې خپرندویه ټولنې شته چې د مسوولینو په خبره یې د تېر جمهوري نظام پر مهال به یې په میاشتني ډول د مرستندویه درسي کتابونو په شمول په بېلابېلو برخو کې له سلو ډېر کتابونه خپرول، خو اوس یې شمېر لسو ته هم نه رسیږي.

په ورته وخت کې په ننګرهار کې یوشمېر محصلان او د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د کمزوري اقتصادي وضیعت له امله نه‌شي کولای د مطالعې لپاره نوي کتابونه وپېري.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبیاتو د پوهنځي یوه محصل سمیع‌الله ازادي راډيو ته وویل: "په اوسني وخت کې خلک په خپلو خېټو او یوې مړۍ ډوډۍ پسې ورک دي او دې کار د مطالعې بازار پیکه کړی دی، کله چې یو څوک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي نو کتابونه به په څه شي وپلوري."

په ننګرهار کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې خدیجه چې پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له امله یې تعلیم نیم‌ګړی پاتې دی ازادي راډيو ته وویل: "غټه ستونزه دا ده چې ښوونځي او پوهنتونونه بند دي ځکه له لوست سره علاقه کمه شوې ده، کله چې یوه نجلۍ په کور کې را ایساره وي د هغې سره لوی سوال همدا وي چې ولې زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږم؟ نو په‌دې حالاتو کې له ذهني او اقتصادي اړخه دوی نه‌شي کولای کتابونه واخلي او هغه مطالعه کړي."

په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د یوشمېر خپرندویه ټولنو او کتاب پلورنځیو مسوولینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د طالبانو استخبارات کتاب پلورنځیو او خپرندویو مرکزونو ته ورغلي او شاوخوا پنځوس زره ټوکه کتابونه يې له دوی راټول کړي وو چې له امله يې دوی ته ميليونونه افغانۍ زيان ورسېد.

د دوی په خبره، ډېری راټول شوي کتابونه د تاریخي، سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه وو او یا هم د افغان شخصیتونو په اړه لیکل شوي وو.

ازادي راډيو هغه مهال د پښتو او دري ژبو د ۷۸ کتابونو نوم‌لړ هم ترلاسه کړی و چې ويل کېدل د طالبانو حکومت کتاب پلورنځیو ته یې سپارلی و او له دوی یې غوښتي وو چې دغه کتابونه ونه پلوري.

د یادونې ده، چې نه یوازې په ننګرهار، بلکې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په ټوله کې د نورو برخو ترڅنګ د کتاب پلور او خپرولو بازارونه هم ساړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG