د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ډونالډ براون: د افغانستان په درسي ټولګيو کې د ۱.۴ ميليونه نجونو څوکۍ تشې دي


د نجونو يو ښوونځی
د نجونو يو ښوونځی

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه د اندېښنو په لړ کې، د امریکا د متحده‌ایالتونو یو لوړپوړی ډیپلومات وايي، د افغانستان په درسي ټولګیو کې د ۱.۴ ميلیونه نجونو څوکۍ تشې دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د سفارت مرستیال ډونالډ براون د پنج‌شنبې په ورځ د سفارت پر ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، هېواد یې د ټولو لپاره د یوه "روا حق"په توګه د زده‌کړو ملاتړ کوي.

موږ به هيڅکله د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ملاتړه لاس وانه‌خلو."
ډونالډ برانډ

نوموړي ويلي: "متحده‌ایالاتونه د ټولو افغان مېندو او پلرونو تر څنګ ولاړ دي، چې د خپلو اولادونو او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د زده‌کړې حیاتي اړتیا درک کوي، موږ به هيڅکله د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ملاتړه لاس وانه‌خلو."

د ۱۴۰۰ل کال په دوبي کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او عالي لېسې وتړلې او په ۱۴۰۱ل کال کې یې د نجونو او ښځو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره له کورنیو او بهرنیو غوښتنو سره - سره طالبانو تر اوسه کوم اقدام نه‌دی کړی.

د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې کولی شي يوازې تر شپږم ټولګي زده‌کړې وکړي.
د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې کولی شي يوازې تر شپږم ټولګي زده‌کړې وکړي.

په افغانستان کې ځینې نجونې چې له زده‌کړو راګرځول شوي وايي، له زده‌کړو محرومیت پر دوی منفي اغېز کړی دی.

د مديني په نوم يوه زده‌کوونکې وايي: "زما نوم مدینه ده، د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې یم، له طالبانو غواړم چې زموږ ښوونځی پرانیزي، موږ هم د هلکانو په څېر بشري حقونه لرو، کالي او حجاب مو اسلامي دی، له‌دې سره مو راتلونکی خرابېږي، هیله ده ښوونځي راته پرانیزي."

د وږي یا سنبلې پر ۱۵مه د افغانستان په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پرته له‌دې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي پیل شو چې یوازې هلکانو ته د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیستې وې.

یونسکو د سپټمبر میاشتې د اتمې یا د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخوانې ټویټر، سواد د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بللی و او زیاته کړې یې وه چې سواد "له نورو بشري حقونو، لویو ازادیو او نړیوال تابعیت څخه د ګټې اخیستنې دروازې پرانيزي."

سږ کال یوځل بیا دا ورځ داسې مهال راغله، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG