د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

طالبانو د داعش د ختمېدو ادعا کړې؛ ځينې کتونکي بیا دغه ډله لا هم یو خطر ګڼي


د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

که څه هم د طالبانو حکومت یو وار بیا په افغانستان کې د داعش د ختمېدو ادعا کړې، خو وروستیو پېښو ته په کتو ځینې کتونکي د داعش د خراسان ولایت څانګه لا هم یو خطر ګڼي.

د طالبانو حکومت یو وار بیا په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د ځپلو ادعا وکړه، هغه ادعا چې د ځینو سیاسي جریانونو غبرګونونه یې پارولي دي.

د افغانستان ځینو رسنیو پرون شنبه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د مرستیال رحمت‌الله نجیب د څرګندونو په استناد راپور ورکړ چې ویلي یې دي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګېدو وروسته د داعش ډلې فعالیتونه صفر ته راکم شوي دي.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د حکومت نه مشروعیت په افغانستان کې د داعش په څېر ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل

میاخیلې وايي: "داعش په فزیکي لحاظ صفر ته نه دی رسېدلی، تاسې ګورئ چې حملې کوي، یوه یې په هرات کې وکړه، په کابل او نورو سیمو کې حملې کوي، هدفي وژنې کوي. دویمه مسئله دا ده چې دلته یو فکري تضاد شته، زیاتې افراطي ډلې نور اهداف لري، غواړي له افغانستان بهر جګړې ته دوام ورکړي. دا چې په افغانستان کې یو غیرقانوني، نامشروع او ناولسواک حکومت وي، دا ډلې که وي، داعش به نه ختمېږي. دغه علت دی چې د افغانستان ګاونډیان او نړۍ د افغانستان په باب اندېښنه لري او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني."

د جرمني په برلین کې د پوهنتون استاد محمد اسحاق اتمر وايي، داعش ډله د سیمې د استخباراتو له خوا په افغانستان کې د ځینو ځانګړو اهدافو ترلاسه کولو لپاره رامنځته شوې ده.

اتمر وویل: "د داعش د خراسان ولایت څانګه د سیمې د استخباراتو له‌خوا رامنځته شوې او په تېرو څو کلونو کې یې په افغانستان کې په ځینو عملیاتو کې برخه اخیستې، ځینې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې یې کړې دي. افغانستان دوی ځکه د فعالیت لپاره ټاکلی چې په دغه هېواد کې نورې ترهګرې ډلې هم شته."

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د داعش د خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

دغې ډلې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د تېرې دوشنبې ماښام د وسله‌والې حملې مسوولیت هم منلی چې د وروستیو راپورونو له مخې د یوه ماشوم او ملا امام په ګډون یې ۷ کسان په نتیجه کې ووژل شول.

د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوت پرون شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه، د یوه راپور په خپرولو سره له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ د ګواښونو پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بلخوا د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې او القاعده د حضور د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ په کابل کې د وینا پر مهال بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ او دغې افراطي ډلې ته د زمینې په برابرولو تورن کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG