د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

جرمني له فلسطینیانو سره د خپلو بشري مرستو اندازه ۵۰ ميلیون ډالرو ته زیاته کړه


غزه کې يوشمېر فسلطنينيان
غزه کې يوشمېر فسلطنينيان

جرمني، په غزې تړانګه کې له فلسطینیانو سره د خپلو بشري مرستو اندازه ۵۰ ملیون ډالرو ته زیاته کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک پرون پنج‌شنبه په غزې تړانګه کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو زیاتولو اعلان وکړ.

هغې په اردن کې د خبرو پر مهال له فلسطینیانو سره د ۵۰ ملیون یورو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان وکړ، چې ورسره له تېر کال راهیسې د جرمني د دغو مرستو اندازه ۳۶۰ ملیون یورو ته ورسېده.

د دغو مرستو عمده هدف، په غزه کې د لوږې، د خوړو د کموالي او خوارځواکۍ په وړاندې مبارزه، دغه راز د صحي خدماتو رسول ښوول شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې هره اوونۍ د ۱۲۰ لاریو دوه کاروانونه په مستقیم ډول له اردن څخه د غزې د شمال له لارې غزې تړانګې ته ځي.

د اکتوبر له اوومې په غزې تړانګه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحده‌‌‌ایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړې، جګړه روانه ده.

غزه کې اسراييلي پوځيان
غزه کې اسراييلي پوځيان

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسله‌والو پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه په‌دې جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۰زره ۸۷۸ او د ټپیانو شمېر ۹۴زره ۴۵۴ ته رسېدلی دی، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.

د جګړې تر څنګ په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د قطر، مصر او د امریکا د متحده‌ایالتونو په منځ‌ګړیتوب هڅې روانې دي.

د حماس مخکښ مرکچي پرون د امریکا له متحده‌ایالتونو وغوښتل چې پر اسرايیل فشار راولي، څو په غزه کې اوربند ته غاړه کښېږدي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې د حماس مخکښ مرکچي خلیل الحیا په یوه ویډیويي وینا کې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فلسطینیانو په قلمرو کې د اوربند په وړاندې د خنډ په ایجاد تورن کړ.

خو نتنیاهو تېره چهارشنبه حماس ډله تورنه کړه چې په مستقیمو مذاکرو کې یې هرڅه رد کړي، خو اسرائیل د ده په وینا په مذاکرو کې د یوه نوي پړاو د پیل لپاره هڅه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG