د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

ملګري ملتونه: په غزه کې بشري وضعیت د ناورین له حده هم تېر شوی


په غزه کې د روان کړکېچن بشري وضعیت یو انځور
په غزه کې د روان کړکېچن بشري وضعیت یو انځور

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د غزې تړانګې په ځینو برخو کې بشري وضعیت له ناورین نه هم بدتره شوی دی.

ملګرو ملتونو پرون پنجشنبې خبرداری ورکړ چې په غزې تړانګه کې بشري وضعیت د ناورین له حده هم تېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د غزې د مرکزي او جنوبي برخو له یو میلیون زیاتو اوسېدونکو په تېره اګست میاشت کې د بشرپالنې له موسسو د مرستو خواړه نه‌دي ترلاسه کړي.

خو هغه زیاته کړه چې له هغو ننګونو سره سره چې دوی ورسره مخامخ دي، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه به د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې د مرستو د چمتو کولو لپاره له هرو ممکنه لارو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د اګست میاشتې له ۱۹مې ترپایه پورې یې په غزه کې په ۱۳۰ پخلنځیو کې ۴۵۰زره وخته ډوډۍ پخه شوې او اوسېدونکو ته یې ورکړل شوې ده.

دوجاریک یو وار بیا ټینګار وکړ چې په غزه کې بشري وضعیت له ناورین څخه هم بدتره شوی او دوی ټول هغه لازم امکانات نه لري چې د خلکو اړتیاوو ته په رښتیني ډول ځواب ووایي.

د راپور له مخې، د اسراییلي ځواکونو د هغو اقداماتو له امله چې څو ځلې یې له سیمو خلکو ته د وتلو امرونه صادر کړي او یا پخلنځي اړ شوي چې کارونه ودروي یا یې بل ځای ته ولېږدوي.

په غزه کې د دوهمې پرله‌پسې میاشتې لپاره به د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي خواړه نه وي، په‌دې معنی چې د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې به کورنۍ یوازې یو وخت خوراکي مواد ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک زیاته کړه چې د غزې په ۱۱ میاشتنۍ جګړه کې نړیوالې رسنۍ له غزې څخه منع شوي چې په سیمه کې پر بشري وضعیت د جګړې د اغېزو په اړه راپورونه ورکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د هغو راپورونو یادونه وکړه چې ویلي یې دي، په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي ځواکونو د خونړۍ جګړې په څېر د تاکتیکونو کارولو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه چې په سیمه کې روغتیایي تاسیسات له یوې اوونۍ راهیسې محاصره شوي او د امبولانسونو او طبي کارکوونکو پر فعالیت هم سخت بندیزونه لګول شوي دي.

اوچا همدارنګه خبرداری ورکړی چې دغه اقدامات هم د خلکو بشري اړتیاوې او همدارنګه ناامني زیاتوي او ورسره دا اندېښنې هم زیاتېږي چې ښایي د ځواک له زیات کارولو کار واخیستل شي.

د روانې جګړې له کبله د غزې یوه څنډه کې د ویجاړیو انځور
د روانې جګړې له کبله د غزې یوه څنډه کې د ویجاړیو انځور

اسراییل په روانه جګړه کې چې د تېر کال د اکټوبر په اومه د دې هېواد پر جنوب د سختدریځې حماس ډلې له پراخ برید وروسته پیل شوې، د غزې تړانګه کلابنده کړې او پر لویې برخې یې بریدونه کړي دي.

هغه مهال د حماس په دغه بېساري برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور دې ډلې یرغمل کړي وو.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیایي چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې له ۴۰زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG