د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ګاسمن: د طالبانو د منزوي کولو لپاره له افغانستان سره د مرستو د ملاتړ محدودول حل لاره نه ده


د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د بشري مرستو په کمولو سره له افغانستانه د ملاتړ محدودول د طالبانو د منزوي کولو لپاره د حل لاره نه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان له دې سره سره چې ټینګار کوي، مرستندویان دې د ښځو او نجونو د حقونو نقض د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي، وايي چې د بشري مرستو په کمولو سره له افغانستانه د ملاتړ محدودول د طالبانو د منزوي کولو لپاره د حل لاره نه ده.

دا مطلب د اسیا څانګې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن او د دغه سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي په ګډه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ "له طالبانو سره څنګه تعامل وشي، که اړتیا وي" په نوم، د بشري حقونو د څار سازمان پر ویبپاڼه خپره شوې، مطرح شوی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امريکا په ګډون د بهرنيو دولتونو له خوا د مرستو کمېدل، تحریمونو او بانکي محدودیتونو په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران ته لاره هواره کړې ده.

د دې سازمان د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته وویل، د مرستو کمېدل افغان ولس ته زیان رسوي.

هغې وويل: "هغه دولتونه چې اوس هم له طالبانو سره ویني او تعامل کوي، دا باید په نظر کې ولري چې لومړی باید پر طالبانو د بشري حقونو د نقض په ځانګړي توګه له انساني حقونو څخه د ښځو د منع کولو لپاره، فشار راولي او دې ته دې پام وکړي چې د طالبانو د کړنو لپاره د افغانستان خلک مجازات نه کړي."

د بشري حقونو د څار سازمان په خپره شوې مقاله کې راغلي، د دې تر څنګ چې ښځې او نجونې د طالبانو د له سپکاوي ډک سیاست له امله تر ټولو ډېر زیان ویني، دوی نه یوازې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او د کار له ډېرو فرصتونو محرومې شوي، بلکې له بشري ناورین څخه یې هم ډېرې زیانمنې دي.

په کابل کې یوه کونډه مېرمن٬ چې د خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سرپرسته ده او په افغانستان کې د بشري ناورین قرباني ده٬ وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې د خپلو ستونزو په اړه وویل: "موږ ته ژوند کول ستونزمن شوي دي، یوازې زما لپاره نه بلکې په زرګونو افغانانو کورنۍ همداسې دي. خو زما په شان هغسې کسانو لپاره چې بې برخلیکه دي او کوم سرپرست نه لري ډېر ستونزمن دی."

د مقالې لیکوالانو دا پوښتنه مطرح کړې چې څنګه د طالبانو له ناوړه تګلارو څخه د ملاتړ څرګندولو پرته د افغانستان اوږدمهالی اقتصادي کړکېچ او مخ په زیاتېدونکې بېوزلۍ حل کېدای شي؟

دوی په ځواب کې زیاته کړې چې له افغانستان سره یو شمېر مرسته کوونکو د طالب چارواکو د منزوي کولو او له بدبختيو څخه د لا ډېرو افغانانو د ژغورلو تر منځ توپیر ساتلی، خو د دوی په وینا، بېوزلي زیاته شوې، بشري مرستې بسنه نه کوي او نه د ښه اقتصاد بدیل کېدلای شي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، د افغانستان لپاره هیڅ چټکه لاره نه شته٬ خو د انعطاف رامنځته کول به د افغانستان اړتیا بشري مرستو ته کمه کړي او په اوږدمهال کې به د خوړو خوندیتوب او اړینو توکو ته یې لاس رسی ښه کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بشري کړکېچ د خرابېدو خبره رد کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې وضعیت هغومره خراب نه دی، لکه څنګه چې نړیوالې ادارې یې راپور ورکوي، خو د ملګرو ملتونو د سازمان د ادارو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې کابو ۲۴ میلیونه وګړي اوسمهال بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG