د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو د دوام لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه شوې


د افغانستان جنوب کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاینه یو انځور
د افغانستان جنوب کې د کوکنارو د له منځه وړلو له کمپاینه یو انځور

د بحران نړیوال ګروپ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه یوه څېړنه کړې او د طالبانو حکومت ته يې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې بنسټيزې پروژې عملي او د کار زمینه برابره نه شي، امکان لري چې په دې هېواد کې یوځل بیا د کوکنارو کښت ډېر شي.

"له نشه‌يي موادو سره د طالبانو مبارزه او د کوکنارو د کښت ستونزه"، دا په افغانستان کې د نشه‌يي موادو په اړه د نړیوال بحران ګروپ د راپور سرلیک دی.

په دې راپور کې د کوکنارو له کښت سره د طالبانو مبارزې او د دې پرېکړې اقتصادي پايلو ته کتنه شوې ده.

په دې څېړنه کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو پروګرام په وروستۍ پېړۍ کې په نړیواله کچه بې‌ساري ګام بلل شوی، خو په دې څېړنه کې پر دې ټکي هم ټينګار شوی چې د خلکو لپاره به د دې پرېکړې اقتصادي پايلې د زغم وړ نه وي.

د بحران نړیوال ګروپ د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې موندلې چې پخوا په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې یونیم ميلیون خلکو په وقفه‌يي ډول کار کاوه او سلو زرو خلکو ته په دايمي ډول د کار زمینه برابره وه، خو له کومې ورځې راهيسې چې د کوکنارو کښت منع شوی، د دې خلکو ډېره برخه بې کاره شوي دي.

د نړیوال بحران ګروپ ارشد تحلیلګر ګریم سمیت وايي چې د طالبانو کار تر دې ځایه د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې بریالی دی، خو که د کوکنارو له کښت سره د بزګرو اقتصادي تړاو ته وکتل شي امکان لري چې بزګران په نافرمانۍ او مقاومت لاس پورې کړي.

هغه وویل: "د کوکنارو منع کولو پرېکړې د لږو ځمکو لرونکو پر بزګرانو، کارګرانو او هغو بزګرانو ډېر اغېز کړی چې خپلې ځمکې نه لري او د نورو خلکو ځمکې په اجاره اخلي. اوس بزګرانو غنمو او نورو کښتونو ته مخه کړې چې دا ډول کښتونه لږو کارګرانو ته اړتیا لري، پايله دا شوه چې د کوکنارو د منع کولو پرېکړې له امله سلګونه زره خلک بې کاره شوي دي. دا کافي نه ده چې تاسې بزګرانو ته وواياست چې ته ولاړ شه غنم یا زعفران وکره او یا د انارو باغ جوړ کړه، هغه کار چې باید تاسې يې وکړئ د کارخانو جوړول او زراعتي ځنځيري بدلون ته اړتیا ده. زما وړانديز دا دی چې له لنډمهاله بشري مرستو څخه اوږدمهاله پراختيايي اقتصاد ته ولاړ شو ترڅو بېوزلي ختمه کړو."

ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې

د بحران نړیوال ګروپ په راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو تولید د نړیوالو لپاره جدي ستونزه بلل شوې او ليکل شوي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله د نړیوالو روغتيايي ستونزې لږ شوي، خو په دې راپور کې نړیوالو ته له دې امله ګوته نیول شوې چې له بزګرو او زیانمن شویو خلکو سره يې همکاري نه ده کړې.

دې بنسټ د سيمې او نړۍ هېوادونو ته وړانديز کړي چې په افغانستان کې د مشروع اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو له لارې د کارګرانو او ښځو د بېوزلۍ او کډوالۍ د دوام مخه ونيسي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له همکارۍ سره تړلې بولي، ځکه د ده په وینا، د دوی حکومت د نشه‌يي موادو د تولید او قاچاقو د مخنيوي لپاره لږ امکانات لري.

فطرت وویل: "موږ په تېرو دوه نیمو کالو کې د دې ناوړه پديدې د مخنيوي په برخه کې ۹۵ سلنه پرمختګ لرو. اوس په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت کچه صفر ته نژدې شوې ده. د افغانستان اسلامي امارت د نشه يي موادو د قاچاقو او مصنوعي نشه يي موادو د تولید په برخه کې هم جدي ګامونه اخلي."

د بحران نړیوال ګروپ داسې مهال د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو کار بریالی بولي او دغه ډول له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې مرستې ضروري ګڼي چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې، په افغانستان کې به سږکال یو ځل بیا ډېر تاریاک تولید شي.

له بلې خوا په پام کې ده چې ملګري ملتونه په نژدې راتلونکي کې د سيمې او نړۍ هېوادونو یوه غونډه جوړه کړي.

د دې غونډې هدف دا دی چې په افغانستان کې د بزګرو او نشه يي موادو له قاچاقو سره د مبارزې لپاره اقتصادي همکاري او مرستې راجلب شي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG