د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د غور اوسېدونکي: ځوانان مو د بې‌کارۍ له امله معتاد کېږي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

د غور ولایت اوسېدونکي وايي چې، بې‌کاري او د نشه‌يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د دې سبب شوي چې د دې ولایت ځوانان نشو ته مخه کړي.

غور ولایت په وروستیو کلونو کې د ومان بوټي د پراخو کښتونو له امله په‌داسې ولایت اوښتی چې ډېره ښیښه او هيرويين په‌کې جوړېږي.

د غور ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په‌دې ولایت کې د ځوانانو لپاره کار نه‌شته او نشه‌يي مواد هم اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله په‌دې ولایت کې معتادین ورځ په ورځ ډېرېږي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي په راپور کې يې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وويل چې، په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو راشړلو په‌دې ولایت کې بې‌کاري او اعتیاد ډېر کړی دی.

هغه وايي: " د ځوانانو بې‌کاري تر پخوا ډېره شوې او ډېری ځوانان معتاد کېږي. د غور ولایت د معتادینو د درملنې مرکز امکانات کم دي او معتادینو ته چندان پام نه کېږي، دا وضعیت د دې سبب شوی چې معتاد تر درملنې او مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته معتاد شي."

د غور ولایت مدني فعالان ادعا کوي چې، په‌دې ولایت کې د ومان بوټي د موجودیت له امله د ښیښې او هيرويينو جوړېدل ډېر شوي او ډېری هغه معتادین چې پخوا به يې د تاریاکو نشه کوله، اوس يې د ښیښې او هيرويينو نشو ته مخه کړې ده.

د غور ولایت یو مدني فعال جمشید دوران وايي چې، د معتادینو ډېرېدو او اعتیاد د ستونزې جديت ته په کتو سره په‌دې ولایت کې د معتادینو د درملنې یو مرکز کفایت نه‌کوي.

نوموړی وايي: "غور ولایت یوازې یو شل بستريز روغتون لري چې کفایت نه‌کوي، هغه معتادین چې دوې - درې میاشتې وروسته له دې روغتون څخه رخصت کېږي بيرته معتاد کېږي. له حکومت او ادارو له مسوولینو څخه مې غوښتنه دا ده چې د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي چې بېرته معتاد نه‌شي."

د غور ولایت معتادین هم شکایت کوي چې د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله دوی مجبور دي چې نشو ته دوام ورکړي او د اعتیاد درد وزغمي.

د غلام رسول په نوم یوه معتاد ازادي راډيو ته وويل چې، دوی ته څوک کار نه ورکوي او که کار هم ورکړي د کار په جریان کې توپيري چلند ورسره کېږي.

غلام رسول وايي: "کار کولای شم، خو بدمرغي دا ده چې خلک معتاد د کار لپاره نه بیايي، که يې کار ته بوځي هم، دا پيسې يې د کورنۍ په ښه نه ورځي. زموږ لپاره ښه دي، ځکه چې مصرفېږي او ګټه يې د مافيايي ډلو جېبونو ته ځي. زموږ مزدوري تر نورو مزدورانو کمه ده، ځکه چې روغ کارګر درې او درې نیم سوه ګټي او موږ دوه نیم سوه اخلو، هغه هم په ډېرو زاریو اخلو."

د طالبانو حکومت په وروستیو دوو کالو کې څو ځله له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، خو د طالبانو د حکومت په ادارو کې د شفاف اداري سيسټم نشتوالی او د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې پیسو پر لګولو د طالبانو ټينګار د دې سبب شوی چې، په دې برخه کې د پام وړ مرسته و نه‌شي.

راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG