د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغانستان کې د موسیقۍ له حقونو سرغړونې؛ په غبرګون یې سویس کې کنسرت جوړ شوی


ارشیف: د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ زده کوونکي
ارشیف: د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ زده کوونکي

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ د ځوانانو ارکسټر په افغانستان کې د موسیقۍ له حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو د حقونو د عدالت غوښتنې په اړه د نړیوالې ټولنې د پام اړولو په هدف د سویس په جنیوا ښار کې کنسرت جوړ کړی دی.

'د خاموشې ځمکې موسيقي' د افغانستان د موسیقۍ د ځوانانو د ارکسټر ملي انسټېټیوټ د کنسرتونو د دوهم پړاو نوم دی چې پرتګال ته د غړو له تګ وروسته ترسره کېږي.

د دوی یو کنسرت د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په شپږمه د سویس په مشهور او تاریخي ویکتوریا په تالار کې جوړېږي.

د دې ارکسټر د کنسرتونو لومړی پړاو په ۲۰۲۲ کې په پرتګال کې ترسره شو.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټېټیوټ مسوولان وايي، دغه هنرمندان پلان لري چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې په څنډه کې يو بل کنسرت جوړ کړي.

د ياد انسټېټیوټ مشر احمد ناصر سرمست د دغو کنسرتونو د ترسره کېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل، لس کنسرتونه به ترسره شي چې یو یې د سې‌شنبې په شپه ترسره شو.

سرمست وویل: "نن ورځ موږ يو بل مهم او اساسي کنسرت لرو. د نړۍ یو تر ټولو تاریخي او معتبر کنسرت هال ويکتوريا تالار کې چې د جنیوا په ښار کې دی. دا د افغانستان د موسيقۍ په اړه د نړۍ د اذهانو د ويښولو لپاره او دغه راز افغان مېرمنو ته د عدالت غوښتلو لپاره يو ښه فرصت دی. زموږ کنسرت به په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره شي."

د سرمست په وینا، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ د ځوانانو د ارکستر غړي هلکان او نجونې دي چې د دغه انسټېټیوټ زده کوونکي دي او د یوه پرتګالي له‌خوا رهبري کېږي چې په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ له‌خوا ګمارل شوی و.

سرمست د افغانستان د موسیقۍ د ځوانانو د ملي انسټېټیوټ د بل پروګرام په اړه وویل: "په سویس کې د کنسرتونو وروسته به، د ځوانانو د ارکسټر یو شمېر غړي افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو، د افغانستان د خلکو له موسيقۍ او د ښځو له حقونو د سرغړنو د پوهاوي په موخه د ايران له ځوانانو سره يو ځای د ګډ کاري سفر لپاره بن ته ولاړ شي."

ناصر سرمست
ناصر سرمست

هغه وويل چې په راتلونکې مياشت کې به د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټېټیوټ ښځينه ارکستره 'زهره' هم له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په فرانسه کې خپل لومړى کنسرت ترسره کړي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ دروازه د اګست په پنځلسمه هغه مهال وتړل شوه کله چې طالبان کابل ته ننوتل.

خو د دغه انسټېټیوټ مسوولان وتوانېدل چې خپل غړي پرتګال ته ولېږدوي او له هغه ځايه خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.

که څه هم طالبانو په ښکاره ډول پر موسیقۍ د بشپړ بندیز په اړه څه نه‌دي ویلي، خو موسیقي حرامه ګڼي او د هېواد په یو شمېر سیمو کې د موسیقۍ له اورېدونکو او خوښوونکو سره د دوی د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له‌خوا د موسیقۍ د وسایلو د ماتولو راپورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

د طالبانو دغه چلند د دې لامل شو چې په افغانستان کې د موسیقۍ یو شمېر هنرمندان دې ته اړ شول چې غبرګون وښيي او له هېواده ووځي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۰ مه د احمد ناصر سرمست په هڅو د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شو، چې په افغانستان کې د موسیقۍ د مسلکي زده کړو په برخه کې په يو له فعالو بنسټونو بدل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG