د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

له حماس غوښتنه وشوه څو له اوربند او د یرغملو له خلاصون سره موافقه وکړي


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له حماس څخه وغوښتل څو له اوربند او د یرغملو له خلاصون سره موافقه وکړي.

د امریکا ولسمشر او د ۱۶ نورو هېوادونو مشرانو، چې اتباع یې د حماس ډلې له لوري یرغمل دي، په یوه ګډه اعلامیه کې له دې افراطي ډلې غوښتي چې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په اړه له یوې هوکړې سره موافقه وکړي.

ارجنټاین، اتریش، برازیل، بلغاریا، کاناډا، کولمبیا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سربیا، هسپانیا، تایلنډ او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې دوه ګونی اتباع یې د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حماس په ناڅاپي برید کې یرغمل شول چې لا هم په غزه کې له دې ډلې سره برمته دي.

حماس د امریکا، اروپايي ټولنې، کاناډا او بریتانیا له‌خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ جون ۶مه اعلان وکړ چې د دغو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او د اوربند او د یرغملو د تبادلې "بشپړ ملاتړ" کوي.

دا بیان اروپا ته د جوبایډن له سفر سره هممهاله خپور شو.

په دې اعلامیه کې په دې خبرې ټینګار شوی چې نور فرصت نه شته او اسراییل چمتو دی چې په دې "برخلیک ټاکوونکې" پړاو کې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره ګام پورته کړي، له حماس څخه هم غوښتل شوي چې ورته ګام پورته کړي.

د ۱۷ هېوادونو د مشرانو بیان زیاتوي: "موږ د اسراییلو او حماس له مشرانو څخه غواړو چې یوې موافقې ته د رسېدو او د اوربند د رامنځته کولو لپاره "هرراز لازم او نهايي جوړجاړي" ته تیاري وښيي."

په خبرپاڼه کې د دې "ناوړه جګړې" د دواړو غاړو د برمته شویو کورنیو او نورو ملکي وګړو کړاو ته په اشارې ویل شوي چې د جګړې د پای ته رسېدو وخت راغلی او دا معامله د پیل یوه اړینه نقطه ده.

دغه بیان د غزې د جګړې په ۲۴۴مه ورځ خپور شو.

د پنجشنبې په ورځ د جون ۶ مه ځینو عربي رسنیو راپور ورکړ چې حماس له قطر څخه ترلاسه شوی پلان د امریکا د ولسمشر له اعلان شوي پلان سره په ټکر کې بولي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

خو تراوسه د حماس مشرانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر جو بایډن د جون په لومړۍ نېټه د اوربند لپاره د اسراییلو د پلان جزییات اعلان کړل.

وروسته د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو وویل چې ياد پلان نور جزیيات لري چې د بایډن په خبرو کې نه دي ياد شوي.

د بنیامین نتانیاهو جګپوړي سیاسي سلاکار اوفیر فالک د جون په دوهمه سنډې ټایمز ورځپاڼي ته وویل: "اسرایل په خوښۍ دغه پلان ته داخل شو او د خپلو یرغمل شویو د آزادولو په خاطر د دې ناوړه معاملې منلو ته چمتو دی."

قطر چې له مصر او متحده ایالاتو سره یوځای د اسراییلو او حماس ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو منځګړیتوب کوي، په دې اوونۍ کې اعلان وکړ چې د حماس مشرانو ته یې هغه طرحه لېږلې چې د اسراییلو دریځونه منعکس کوي او جو بایډن هغه اعلان کړې ده، اوس د حماس ځواب ته انتتظار باسي.

په اعلان شوي پلان کې د ټولو یرغملو خوشې کېدا او د وژل شویو یرغملو د جسدونو سپارل په پام کې نیول شوي دي.

د دې په وړاندې اسراییل باید له اوربند او په درو پړاوونو کې له غزې تړانګې څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو سره موافقه وکړي.

حماس اته میاشتې مخکې پر اسراییلو په خپل برید کې په دې وتوانيد چې ۲۵۳ اسراییلیان وتښتوي او غزې ته یې انتقال کړي.

د دغو یرغمل شویو یو شمېر په لومړیو ساعتونو کې وژل شوي، خو د حماس غړو ته امر شوی چې د هر ډول احتمالي معاملې لپاره د قربانیانو جسدونه غزې ته انتقال کړي.

د اسراییلو وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې د حماس له لوري د ۱۲۰ تنه یرغمل شویو له منځه ۴۳ یې وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG