د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

اسراییلي ځواکونو په رفح او د غزې په نورو برخو کې عملیاتو ته دوام ورکړ


په رفح کې د روانې جګړې یو انځور
په رفح کې د روانې جګړې یو انځور

اسراییل نن بیا هم په رفح او د غزې په نورو برخو کې عملیاتو ته دوام ورکړ.

اسراییلي پوځ نن سهار وختي په غزه کې هوايي حملې وکړې او په عین حال کې یې له حماس ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني نښتې وکړې.

په دې پوځي عملیاتو کې پر رفح او دیرالبلح ښارونو د اسراییلي ځواکونو د هوايي حملو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

دا هوايي حملې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې په یوه حکم کې په رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو د سمدستي بندېدو امر وکړ، خو تراوسه داسې نښې نه ښکاري چې اسراییل به د دې حکم پر بنسټ د خپلو عملیاتو پلان بدل کړي.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د عدالت نړیوالې محکمې پرون د غبرګولي په ۴مه پرېکړه وکړه چې اسراییل په غزه کې د وضعیت د خرابېدو له کبله باید سمدستي په رفح کې پوځي عملیات پای ته ورسوي او په سیمه کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د دې محکمې مشر نواف سلام وویل، له مصر سره د رفح د پولې بیا پرانیستل هم باید د بحران د مخنیوي په تدابیرو کې شامل وي څو غزې ته بشري مرستې واستول شي.

هغه وايي: "محکمه باور لري چې اسراییل د نسل‌وژنې په نړیوال کنوانسیون کې د خپلو مکلفیتونو په اساس باید په رفح کې پوځي یرغل یا نور هغه اقدامات بند کړي چې په غزه کې دېره ټول یا یوه برخه فلسطینيان د ژوند له داسې شرایطو سره مخامخ کړي چې د هغوی د ژوند د تباهۍ باعث شي."

د عدالت د نړیوالې محکمې د حکم اساس هغه دوسیه ده چې جنوبي افریقا دې محکمې ته وړاندې کړې او په هغه کې اسراییل په نسل‌وژنه تورن شوی.

په دوسیه کې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه دا غوښتنه هم شوې چې په رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د بندېدو حکم ورکړي.

اسراییلو په غزه کې د نسل‌وژنې هرراز ادعاوې رد کړې دي او د نننیو عملیاتو په درشل کې هم د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ځاچي هنېګبي په یوه بیان کې وویل، هېواد یې په رفح کې داسې عملیات نه دي کړي او وبه یې نه کړي چې د ټولو یا یوې برخې ملکي فلسطیني وګړو د ژوند د تباهۍ باعث شي.

د عدالت نړیوالې محکمې د روان کال د مارچ په ۲۸مه اسراییلو ته حکم وکړ چې ټول لازم او اغېزمن اقدامات ترسره کړي څو دا خبره یقیني شي چې د غزې خلکو ته د خوړو مواد رسېږي.

د دې محکمې پرېکړې که څه هم له قانوني پلوه د تطبیق وړ دي، خو محکمه اجرایي ځواک یا صلاحیت نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG