د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ نن په تهران کې ترسره کېږي؛ د هغه ځايناستی به څوک شي؟


اسماعيل هنيه
اسماعيل هنيه

ټاکل شوې ده چې د ایران مشر علي خانه‌يي نن (د تهران په وخت د سهار اته نیمې بجې) د تهران په پوهنتون کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ امامت وکړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې "خالد مشعل، خلیل الحیه، زاهر جبارین او نزار ابو رمضان" د هنیه د ځای ناستي احتمالي انتخابونه دي.

د هنيه او د هغه د مرستيال صالح العاروري له وژل کېدو وروسته به د حماس شورا په‌دې برخه کې د پرېکړو مسووليت پر غاړه ولري.

خالد مشعل له ترکيې او قطر سره ښې اړيکې لري، خو له ايران او حزب‌الله سره يې اړيکې ترينګلې دي.

خلیل الحیه، چې له ایران او ترکیې سره نژدې اړیکې لري او پر هنیه له برید وروسته لومړنی کس و چې په‌دې اړه یې خبرې وکړې، هم یو انتخاب دی.

زاهر جبارین هم د حماس د مشرتابه په منځ کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره نژدې اړیکې لري.

د اسماعیل هنیه وژنه به د غزې د جګړې لپاره د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟
د اسماعیل هنیه وژنه به د غزې د جګړې لپاره د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟

د فلسطیني تنظیمونو کارپوه هاني المصري له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي چې، د هنيه د ځای ناستي پر سر اصلي سیالي د خالد مشعل او خلیل الحیه ترمنځ ده.

الحیه د اسراییل پر خاوره د حماس تر برید لږ مخکې له غزې ووت.

اسراییلي رسنیو دا احتمال مطرح کړی چې خالد مشعل به د حماس په مشرتابه شورا کې د داخلي انتخاباتو تر وخته د هنیه موقتي ځای ناستی شي.

"زما په اند دا اقدام به د سولې پر احتمال او امکاناتو هيڅ اغېز ونه‌کړي
د اسراييل پخوانی صدراعظم

خو له‌دې سره سره څرګنده نه‌ده چې د غزې په تونلونو کې د حماس پټ مشر یحیی سنوار به د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر په اړه څه نظر ولري.

د اسماعیل هنیه وژنه به د غزې د جګړې لپاره د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟

د اسراییل پخواني صدراعظم ایهود اولمیرت په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما په اند دا اقدام به د سولې پر احتمال او امکاناتو هيڅ اغېز ونه‌کړي، ځکه سوله اوس‌مهال د اجنډا په سر کې نه‌ده. دلته پوښتنه دا ده، چې دا کار به تر کومه حده د یرغمل شویو کسانو په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو پر احتمال او امکاناتو اغېز وکړي؟ له یوې خوا د حماس او ایران تقریباُ حتمي عکس العمل به هغه چا ته سزا ورکړي چې دوی فکر کوي د دې برید مسوول دي. له بلې خوا پوښتنه دا ده چې ایا دوی غواړي داسې یوه پروسه پیل کړي چې پایله یې نور کسان ووژل شي؟ دا عمل به بې له شکه بې‌اغېزې نه وي."

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییل "کړکېچ رامنځته کوونکې پالیسي" په تېرو دوو ورځو کې د غزې په جګړه کې اوربند ته د رسېدو هڅې زیانمنې کړې دي.

د مصر د دې بیان اشاره د سه‌شنبې په ورځ په بیروت کې د اسراییل په برید کې د حزب‌الله د عملیاتي خونې د قوماندان فواد شکور وژل کېدو او همدا راز په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو ته ده چې ایران یې پړه پر اسراییل اچوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په غزه کې د اوربند د خبرو له نه پرمختګ سره هم‌مهاله د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو زیاتېدا "د وضعیت پېچلتیا زیاتوي او د وضعیت د ارامولو لپاره د اسراییل د سیاسي ارادې نشتوالی په ګوته کوي."

تر دې مخکې د قطر صدراعظم هم د اسماعیل هنیه وژنه غندلې وه.

اسراییل په رسمي ډول د اسماعیل هنیه د وژنې مسوولیت نه‌دی منلی، خو د ایران مشرانو اسراییل د دې پېښې مسوول بللی دی.

XS
SM
MD
LG