د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

غزه کې د اسراییلو تازه بریدونو ۳۳ کسان وژلي؛ قاهره کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې بیا پیلېږي


په غزه کې د اسراییلو د تېرې شپې بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په غزه کې د اسراییلو د تېرې شپې بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

تمه ده په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په قاهره کې دوام وکړي.

داسې مهال چې په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره د حماس ډلې د پلاوي په ګډون باصلاحیته مرکچیان په ګاونډي مصر کې راټول شوي وو، د اسراییلو په بېګانیو پرله‌پسې حملو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له دېرشو زیات فلسطینیان ووژل شول.

د النصر روغتون د چارواکو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د دوو ماشومانو په ګډون د هغې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي چې کور یې په خان یونس سیمه کې په هوايي حمله کې په نښه شو.

النصر روغتون وايي چې پر خان یونس ښار او شاوخوا سیمو له درېیو حملو وروسته یې د ۳۳ کسانو مړي ترلاسه کړي دي.

د غزې یوه بل روغتون د الاقصی د شهیدانو روغتون هم ویلي دي چې د یوه بل برید په نتیجه کې د دریو کسانو مړي وررسېدلي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې د تلفاتو د دې راپورونو په اړه څېړنې کوي.

له دې مخکې د شپاړسو نورو کسانو مړي د خان یونس له حماد ناحیې وروسته له هغه ترلاسه شول چې اسراییلي سرتېري ترې ووتل، لس مړي د ښار له لوېدیځ او دوه نور له جنوبي ښار رفح څخه هم ترلاسه شول.

دا مړي د اسوشېټېدپرېس خبري آژانس یو خبریال شمېرلې دي.

د دې کسانو د مړینې علت سمدستي نه دي روښانه شوی، خو په تېره یوه اونۍ کې پر دې سیمو اسراییلي ځواکونو بیا بیا بمبارۍ کړې وې.

د غزې جګړه څه باندې لس میاشتې مخکې وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییلو برید وکړ، نژدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له سلو باندې اسراییلي برمته تېر کال د لومړي اوربند پرمهال خوشې شول، خو باور دا دی چې حماس ډلې به تراوسه هم شاوخوا ۱۱۰ تنه برمته ساتلي وي.

اسراییلي پوځ د اټکل له مخې د ټولو برمته‌وو له دریو یوه برخه ښايي وژل شوي وي.

د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو له‌خوا د ورکړل شویو ارقامو په اساس د اسراییلو په ځوابي حملو کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، خو معلومه نه ده چې په دوی کې ملکي وګړي څو او د حماس وسله‌وال څو دي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې په غزه کې د اوربند په اړه د بحث لپاره نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې د حماس په ګډون د ښکېلو خواوو لوړپوړي پلاوي غونډه وکړي.

مصر، قطر او متحدایالات د دې خبرو منځګړتوب کوي.

پرون ماښام د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي‌آی‌اې CIA مشر، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د مصر د استخباراتو رییس په قاهره کې غونډه وکړه.

د سي‌آی‌اې مشر ویلیام برنز
د سي‌آی‌اې مشر ویلیام برنز

یوه باخبره مصري استخباراتي چارواکي، په دې اړه اسوشېټېدپرېس ته معلومات ورکړل.

د حماس یوه چارواکي محمود میرداوي وویل، د دې ډلې پلاوی له قطري او مصري چارواکو سره د خبرو لپاره پرون قاهرې ته ورسېد.

د دې چارواکي په وینا حماس ډله به په نننیو خبرو کې ګډون ونه لري بلکې د غونډې له خبرو به یې مصري او قطري چارواکي خبروي.

په اسراییلي پلاوي کې چې د پنجشنبې په ورځ قاهرې ته ورسېد، د استخباراتي ادارې موساد د بهرنۍ څانګې مشر او ځینې نور چارواکي شامل دي او د امریکايي پلاوي مشري د سي‌آی‌اې مشر ویلیام برنز او د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر جوبایډن جګپوړی سلاکار بریت مک ګرک کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG