د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

غزه کې جګړه: تر ۳۵ ډېر فلسطینیان او درې اسراییلي سرتېري وژل شوي


په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د نوي پړاو د پیل په درشل کې، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په مرکز کې په جګړو کې د دوی درې ذخیره ځواکونه وژل شوي، او فلسطیني سرچینو اعلان وکړ چې د اسراییل په هوایي بریدونو کې د غزې تر ۳۵ څخه ډېر اوسېدونکي وژل شوي دي.

د اسراییل د دفاع وزارت د هغه راپور له مخې، چې د یکشنیې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، ۲۶ کلن ډانیل پیچنیوک، ۲۳ کلن نیتايي متودي او ۳۵ کلن یانیو اورن د هغو عسکرو په ډله کې وو چې پرون په غزې تړانګه کې په جګړه کې ووژل شول.

د اسراییل د دفاع وزارت ویاند ویلي چې دوه کسان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوي او یو بل یې په ډزو وژل شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې، د اسراییل پوځ په مرکزي غزه کې، په ځانګړې توګه په دیرالبلح سیمه کې له افراطی ډلې حماس سره په سختو جګړو بوخت دی.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې له خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کېږي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حماس له ناڅاپي حملې راهیسې ۳۳۸ اسراییلي عسکر وژل شوي دي چې د غزې د جګړې د پیل لامل شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو له قوله خبر ورکړ چې د اسراییل په څو هوایي بریدونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې تر ۳۵ ډېر کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د اسراییلو د بمباریو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په غزه کې د اسراییلو د بمباریو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د غزې په مرکز کې د ناصر روغتون د راپور له مخې، د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په خان یونس کې پر یوه کور د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوي دي.

د روغتون چارواکو وویل چې د درېیو بریدونو په پایله کې په خان یونس او شاوخوا کې د وژل شویو کسانو ۳۳ جسدونه دې مرکز ته وروړل شوي دي.

د الاقصی شهیدانو روغتون هم راپور ورکړی چې د اسراییلو په یوه جلا برید کې درې کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یکشنبې په ورځ د اوربند لپاره د لوړې کچې خبرې بیا پیل شوې دي.

اسوشېټېډپرېس د یوې مصري سرچینې له قوله ویلي چې د سي‌آی‌اې مشر ویلیم برنز، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د مصر د استخباراتو مشر د شنبې په ماښام د رسمي خبرو اترو له پیل څخه مخکې سره ولیدل.

د حماس یوه جګپوړي غړي محمود مرداوي اسوشېټېډپرېس ته وویل چې دغه ډله به د یکشنبې په خبرو کې برخه وانه‌خلي، خو قطر او مصر به د اوربند د منځګړیتوب په توګه د خپلو خبرو د پایلو په اړه د دې ډلې استازو ته خبر ورکړي.

په قاهره کې د خبرو اترو لپاره د متحده ایالاتو د پلاوی مشري به د سي‌آی‌اې مشر او د جو بایډن ځانګړی سلاکار بریټ مک ګورک وکړي.

امریکا هڅه کوي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اختلاف واټن کم کړي او په دې توګه په غزه کې اوربند او د یرغملو خلاصون ممکن شي.

رویټرز خبری اژانس د څو سرچینو له قوله، چې د دوحې د وروستیو خبرو له محتوا سره اشنا دي، ویلي چې په غزه کې د اسراییل د راتلونکي پوځي حضور او د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خلاصون موضوع هغه دوه مهمې مسلې دي چې په دوحه کې یوې موافقې ته د رسېدو مخه نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG