د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

اسراییل د مصر او غزې پر پوله د نړیوالو ځواکونو د ځای پرځای کېدو راپورونه رد کړل


د غزې او مصر ترمنځ د پولې یوه څنډه
د غزې او مصر ترمنځ د پولې یوه څنډه

په داسې حال کې چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د نړیوالو هڅې روانې دي، د اسراییل د صدراعظم دفتر هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسراییل دې ته نژدې شوی چې د مصر او غزې ترمنځ د یوه کوچني دهلیز په اوږدو کې د نړیوالو ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره موافقه وکړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسراییل د غزې او مصر ترمنځ په کوچني کوریډور یا دهلیز کې چې د فلادیلفیا دهلیزپه نوم پېژندل کېږي، د نړیوالو ځواکونو د ځای پرځای کېدو په اړه غور کوي او ښایي هغه ومني.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اسراییل د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نتنیاهو په دې اصولو ټینګار کوي چې اسراییل به د فلادیلفیا پر دهلیز کنټرول لري څو د حماس د بیا وسله‌وال کېدو مخه ونیسي او هغه بیا ونه‌شي کړای چې د تېر کال د اکټوبر د اوومې په څېر جنایتونه بیا تکرار کړي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، هغه مهال د اسراییل پر قلمرو په پراخ برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د اسراییل صدراعظم له مصر سره د غزې پر دې نرۍ پولې د نړیوالو ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره د اسراییل د موافقې په باب راپورونه داسې مهال ردوي چې امریکایي او اسراییلي پلاویو پرون پنجشنبې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د خبرو نوی پړاو پیل کړ.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د دغو خبرو هدف دا دی چې د امریکا له‌خوا د وړاندیز شوي اوربند په اړه اختلافات پای ته ورسوي څو په سیمه کې د حماس او اسراییل ترمنځ څه باندې لس میاشتنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د مصر امنیتي سرچینو ورته ویلي چې مصري او امریکایي چارواکو په کتنه کې د هغو پلانونو په اړه خبرې کړې چې د مصراو غزې د پولې د امنیت پر ټینګښت څرخي څو په دې برخه کې یوه روغه جوړه ترلاسه شي.

ټاکل شوې وه چې دغه وړاندیز د پنجشنبې د ورځې ناوخته د قطري پلاوي له‌خوا چې نن جمعه له دې خبرو سره یوځای کېږي، اسراییلي چارواکو ته وسپارل شي.

مصر له متحده ایالاتو او قطر سره له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د یوه اوربند د ټینګېدو او د اسراییلي برمته‌وو د خلاصون لپاره ټکنۍ خبرې اترې مخ‌ته وړي.

د اسراییل په غوښتنو کې یوه هم دا ده چې له مصرسره د نتساریم د دهلیز په اوږدو کې ځواکونه ځای پرځای کړي چې دا کار له مصرسره د غزې مستقیمه اړیکه پرې کوي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

اسراییل همدارنګه غواړي چې ځواکونه یې د مصراو غزې ترمنځ په حایلې سیمې چې د فلادیلفیا دهلیز په نوم یادېږي او پر یوه اوربند د سلا کېدو هڅې یې له لوی خنډ سره مخامخې کړي، هم کنټرول ولري.

خو مصراو حماس غواړي چې اسراییل خپل ځواکونه له فلادیلفیا دهلیز څخه چې په مې میاشت کې یې تر کنټرول لاندې راوستی، لیرې کړي.

اسراییل وایي، حماس له دغه دهلیز څخه په استفادې غزې ته وسله‌وال داخلوي، خو مصر وایي چې قاچاقي لارې یې بندې کړې دي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د روانې جګړې د بندېدو څرک نه لګېږي، د دې سیمې روغتیایي چارواکي وايي چې د اسراییل په بریدونو کې له ۴۰زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG