د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د یوه خبریال د خپلوانو ادعا: طالبانو حمید فرهادي له خپل کوره نیولی


افغان خبریال حمید فرهادي په تېر جمهوري نظام کې د اجراییه ریاست کارکوونکی هم و چې تېره سه شنبه طالبانو د کابل په ۱۶مه ناحیه کې له خپله کوره نیولی دی.
افغان خبریال حمید فرهادي په تېر جمهوري نظام کې د اجراییه ریاست کارکوونکی هم و چې تېره سه شنبه طالبانو د کابل په ۱۶مه ناحیه کې له خپله کوره نیولی دی.

د خبریال او په تېر جمهوري حکومت کې د اجراییه ریاست کارکوونکي حمید فرهادي او ورور یې ولید فرهادي خپلوان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت دغه دوه کسان د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په شپاړلسمه ناحیه کې له خپله کوره نیولي او وړي چې تراوسه یې په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌شته.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د دغو دوه ورونو د برخلیک په اړه معلومات نه لري او تراوسه مشخصه نه ده چې دوی په څه تور نیول شوي دي.

حمید فرهادي د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د اطلاعات روز په نوم ورځپانه کې فعالیت کاوه.

په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور
په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

د دوی یو خپلوان چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازاذي راډیو ته یې وویل: "حمید فرهادي له ولید فرهادي سره چې له زده‌کړو نوی فارغ شوی محصل و، دواړو د قرطاسیو دوکان کې کار کاوه، نیول شوي او تراوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لرو او زموږ وېره لا ځکه ډېرېږي چې د نیول کېدو د لامل او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته."

دا په داسې حال کې ده چې یو سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ولید فرهادي د طالبانو له‌خوا خوشې شوی، خو حمید فرهادي لا هم په بند کې ورسره دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې مسوولې سمیې ولي‌زاده ازادي راډیو سره خبرو کې د خبریالانو د نیولو دوام او پر رسنیو د محدودیتونو لګولو د اندېښنې وړ وبلل او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې دغه نیونې دې پای ته ورسوي.

مېرمن ولي‌زاده وايي: دغه نیونې د دې لامل ګرځېدلي چې خبریالان په افغانستان دننه خپلې قانوني ازادۍ له لاسه ورکړي، دغه ګواښونه او خپلسرې نیونې د دې لامل شوي چې آن خبریالان په رسنیو کې خپل کار هم له لاسه ورکړي.

مېرمن ولي‌زاده وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه خبریالان او د رسنیو فعالان په بېلابېلو پلمو ونیول شول، دغه نیونې د دې لامل ګرځېدلي چې خبریالان په افغانستان دننه خپلې قانوني ازادۍ له لاسه ورکړي، دغه ګواښونه او خپلسرې نیونې د دې لامل شوي چې آن خبریالان په رسنیو کې خپل کار هم له لاسه ورکړي."

د دغه مرکز د شمېرو له مخې، دا مهال څلور خبریالان له طالبانو سره بندیان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه خبریال او ورور نیول د نیول کېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې خواب نه کړې، خو له دې وړاندې د ځینو خبریالانو د نیولو په اړه ویلي وو چې دوی یې د خبریالۍ له دندو جلا په نورو بېلابېلو تورونو نیولي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یو شمېر خبریالان، پخواني کارکوونکي او پوځیان، همدارنګه د پوهنتونو استادان د طالبانو د حکومت له‌‌خوا نیول او بندیان شوي دي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان جلاوطنو خبریالانو درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG