د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

په افغانستان کې د رسنیو سانسور، کنټرول، د خبریالانو توقیف او شکنجې اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف
ارشیف

نن جمعه د ثور د میاشتې څوارلسمه نېټه د رسنيو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

یوه ښځینه افغان خبریاله وايي: "یوه موضوع چې لږ اعتراضي اړخ ولري له موږ د حکومتي چارواکو له خوا ډېرې پوښتنې کېږي، وايي چې ولې دا مسایل خپروئ؟ تاسو د حکومت خلاف یاست. په داسې حال کې چې داسې نه ده. موږ غواړو حقیقتونو، د خلکو شکایتونو او اعتراضونو ته پوښښ ورکړو."

هغه په مرکزي سیمو کې له هغو څو محدودو ښځینه خبریالانو ده چې وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې مسلکي خبريالي تقریباً ناشوني ده.

د دې په خبره، پر آزادو رسنیو د طالبانو حکومت د سختو بندیزونو له امله د حقایقو پر بنسټ د معلوماتو راټولولو او د متوازنو خبرونو وړاندې کولو پرخه کې ډېر خنډونه رامنځته شوي دي.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ کارکوونکې
ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ کارکوونکې

په دې راپور کې د هغې د هویت د ساتلو لپاره یې د نوم او د کار ځای له اخیستلو ډډه کېږي او دغه شان د نوموړې د خوندیتوب لپاره د هغې غږ هم بدل شوی دی.

هغه زیاتوي: "موږ ته اخطار راکوي."

نوموړې له شپږو کلونو راهیسې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې، خو وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو درېیو کلونو کې د طالبانو د حکومت د سیمه‌ییزو استخباراتو د دفتر له‌خوا یوازې د عادلانه راپور ورکولو له امله څو ځلې ترې پوښتنې او څېړنې شوې دي.

نوموړې وايي: "هغوی (طالبانو) موږ ته اخطار راکوي. دوی وايي چې بل ځل که تاسو داسې راپور خپور کړئ، موږ به له تاسو سره جدي چلند وکړو. دا د دې لامل کېږي چې موږ د خپلواکې رسنیو په توګه په خپلواکه توګه کار ونه شو کړاى او ونه‌شو کولی د خبريالۍ او راپور ورکولو په ډګر کې خلاص لاس ولرو."

بل سيمه‌یيز خبریال هم دا خبره تاییدوي.

هغه چې نه يې غوښتل نوم يې د طالبانو د احتمالي مجازاتو له امله په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې وويل چې رسنۍ لا هم نه شي کولاى د طالبانو د پاليسۍ او غوښتنې خلاف راپورونه جوړ او خپاره کړي.

ازادي راډیو د خوندیتوب لپاره د دغه سيمه‌ییز خبريال غږ هم ور بدل کړ.

هغه وايي: "د یوه خبریال په توګه غواړم د هغو مدرسو د شمېر په اړه راپور جوړ کړم چې د طالبانو له راتګ راهیسې جوړې شوي، خو له بده مرغه زه ارقام نه شم ترلاسه کولى. دغه شان چې څومره مدرسې جوړې شوي، د دغو مدرسو لګښتونه له کومه کېږي؟ په دغو مدرسو کې څومره زده کوونکي دي،؟ یا غواړم چې د کانونو په برخه کې راپور چمتو کړم چې د دوه نيمو کلونو په موده کې څومره تړونونه لاسلیک شوي، له کومو کمپنیو سره او دا چې د کومو معیارونو پر بنسټ تړون ليک لاسلیک شوى، خو له بده مرغه زه نه‌شم کولی داسې راپورونه چمتو کړم."

ارشیف: په افغانستان کې د یوې مدرسې څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې مدرسې څنډه
  • د خبریالانو نیول کېدل

د رسنیو او خبریالانو ملاتړي سازمانونه وايي چې طالبانو له نږدې درې کاله واک ته له بيا ځلي رسیدو راهيسې تر اوسه په خپلې سختدريځه اسلامپالنې سره د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو خپلواکي د تر پښو لاندې کړې ده.

په دغه هېواد کې د رسنیو محتوا هم د پام وړ بدلون موندلی.

د بېلګې په توګه طالبانو په رسنیو کې د موسیقۍ، سریالونو او تفریحي پروګرامونو د خپرولو مخه نیولې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز (اى‌ایف‌جى‌سى) د ثور په ١۴مه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت، د ثور په ٩مه، په خوست کې د درېيو سيمه‌ييزو خبريالانو د خوشې کېدو خبر ورکړ، چې له يادې نېټې شپږ ورځې مخکې په دغه ولايت کې د طالبانو د سيمه ييزو چارواکو له‌خوا نيول شوي وو.

د خبريالانو د ملاتړ دغه سازمان چې اوس له افغانستانه بهر فعاليت کوي، د ثور په پنځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د ولس غږ راديو خبريال احسان الله تسل د ثور په درېيمه د "موسيقۍ خپرولو او ښځينه اورېدونکو سره د ټیلفوني اړیکو" په تور نيول د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست له خوا نيول شوي دي.

ياد سازمان د اندېښنې په ښودلو سره د دغو سيمه ييزو خبريالانو د سمدستي او له شرطه پرته خوشې کېدو غوښتنه کړې.

تر دې مخکې د تېر کال په حوت میاشت کې د خوست امنیه قوماندانۍ د دې ولایت په راډیويي او تلوېزیوني خپرونو کې د ښځو اوریدونکو پر ټلیفوني اړیکو بندیز لګولى و.

دغې قوماندانۍ په یوه لیک کې د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی و چې که راډيو ته د ښځو د اړيکې نيولو لپاره هر ډول زمينه برابره کړي دوى به قومندانۍ ته وغوښتل شي او وبه پوښتل شي.

تر دې مخکې بیا د کب په ٢٧مه د افغانستان د خبريالانو د ملي ورځې په پار د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوه راپور کې ويلي وو چې په ١۴٠٢ لمريز کال کې يې په دغه هېواد کې د رسنيو او خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې ١٣٩ قضيې ثبت کړې چې ٨٠ يې د ګواښونو او ٥٩ نورې يې د خبريالانو د نيول کېدلو قضيې دي.

دغه مرکز زياته کړې چې ډېرى دغه نيول کېدل موقتي دي او له يو څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او حتی څو اوونيو پورې دوام کوي، خو په ځینو مواردو کې، څو مياشتې وخت نيسي.

  • ایا طالبان خبریالان شکنجه او ځوروي؟

هغه خبریالان چې په افغانستان کې پاتې دي، ډېرى په دې اړه خبرې نه کوي چې په زندان کې د طالبانو له وېرې له دوی سره څه شوي، خو افغاني الاصله فرانسوي ژورنالیست مرتضی بهبودي چې لس میاشتې د طالبانو په بند کې له تېرېدو وروسته خوشې شوی، له افغانستان تر وتلو وروسته يې ويلي چې د طالبانو په زندان کې شکنجه شوی دی.

ارشیف: په کابل کې د بیان ازادۍ په تړاو د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د بیان ازادۍ په تړاو د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

نوموړي وویل: "ما واقعاً داسې احساس کوو چې زه د دوی (طالبانو) له‌خوا تښتول شوی وم ځکه چې هېڅ قضاوت نه و، هېڅ شی ښکاره نه و، په نامعلوم برخليک سره په دوه درې متره خونه کې، له یوولس یا دولس کسانو سره، کله ناکله د داعش غړیو او نور کسانو سره سره یو ځای وم. تل ځورول کېدم. هغوی زما ازادي رانه اخیستي وه او زه یې وهلم."

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې تېر کال اروپا ته له رسېدو وروسته په کابل کې د اریانا خصوصي تلوېزیون د سیاسي خپرونو کوربه او پخوانی مشر وارث حسرت او په هرات کې د نوروز د سیمه ییزې راډیو کوربه خالد قادري هم ازادي راډيو ته ويلي وو چې د طالبانو په زندان کې شکنجه شوي او وهل شوي دي

  • په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو په اړه د طالبانو ليد لورى

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر کار د محدودیتونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د طالبانو حکومت د خبریالانو د ملاتړ خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، دوی هیله لري چې خبریالان د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره حقایقو ته په رښتیني ډول انعکاس ورکړي.

فطرت وویل: "اسلامي امارت سره له دې چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکوي، د امنیت، ملاتړ او د امکاناتو په کچې ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي. هیله ده چې خبریالان خپل فعالیتونه داسې ترسره کړي چې د ټولنې د رواني امنیت او د عامه ذهنیت د جوړولو په برخه کې اغېزناک تمام شي."

  • په افغانستان کې د دوو خصوصي تلوېزیونونو فعالیت ځنډول

خو له دغو څرګندونو څو اونۍ وروسته د طالبانو حکومت د دوو خصوصي تلويزیونونو فعالیت بند کړ.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د وري میاشتې په پای کې وویل، دوی د "بريا" او "نور" تلوېزیوني چینلونو فعاليتونه يې د هغه څه له امله ځنډولي چې د ده به اند د رسنيو د اصولو خلاف دي.

فرانس پرېس راپور ورکړی چې بریا تلوېزیون د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو د ګلبدین حکمتیار او طالبانو تر منځ اختلافاتو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار

د رپوټ له مخې، حبيب الرحمن حکمتيار پر خپلې ايکس پاڼې ليکلي: "بريا د طالبانو ارزښتونه نه بلکې ديني او ملي ارزښتونه په پام کې نيولي."

"نور" تلوېزیوني شبکه د طالبانو يو له مخالفو څېرو صلاح‌الدین رباني له‌خوا اداره کېږي صلاح‌الدين رباني د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان‌الدین رباني زوی دی اوسمهال له افغانستانه بهر ژوند کوي.

له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې یې په افغانستان په جمهوري نظام کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د رسنیو کمېسیون څو ځلي بريا تلوېزیون ته د ګلبدین حکمتیار د خبرو د خپرولو په پار خبرداری ورکړی و.

په اعلاميه کې دا هم رغلي چې "نور" تلوېزیون ته د موسیقۍ غږولو او د ښځینو کوربنو د لوڅو مخونو د ښودلو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

  • د طالبانو له خوا پر رسنیو زور زیاتی

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت کرکېچن بللی.

د دغې کمېټې د اسيايي پروګرامونو همغږي کوونکي به‌ليه‌يي د تېر کال د مې په ۲۵مه ازادي راډيو ته ويلي وو چې د طالبانو له‌خوا پر رسنيو زور زياتي ته اندېښمن دی.

هغه ویلي: "موږ په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د پرله‌پسې بندیزونو او فشارونو له امله اندېښمن او خواشيني یوو. د کابل له سقوط وروسته طالبانو په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې زور زیاتی کړی دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سانسور، بریدونو، خپلسري نیولو، په کور کې د نظر بندۍ او پر ښځینه خبریالانو د بندیزونو ګڼې پېښې ثبت کړي دي."

یوه ښځینه سیمه‌ییز خبریاله: "زه ډېر بد احساس کوم."

د يوې سيمه‌ييزې خصوصي رسنۍ مسوولې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې د طالبانو د احتمالي مجازاتو له وېرې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وويل چې د دوی په ولايت کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تېر کال په لومړیو کې ټولو سیمه‌ییزو رسنیو ته په یوه مکتوب کې ویلي وو چې د هر راپور له خپرېدو وړاندې باید متن یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره شریک شي.

د دغې باخبرې سرچینې په وینا، په لیک کې راغلي چې د ښځو غږونه او موسیقي باید په سیمه‌ییزو رسنیو کې خپاره نشي او ښځې باید د کارکوونکو په توګه ونه ګمارل شي.

د افغانستان په یوه مرکزي ولایت کې یوه ښځینه خبریاله چې په وینا یې له کار کولو منعه شوې، ازادي راډیو ته وویل: "زه ډېر بد احساس لرم چې ښځه یم او په ټولنه کې آزاد ژوند نه‌شم کولی او نه شم کولی چې د پخوا په څېر ټولنې ته راووځم او خپل غږ د خپل مسلک له لارې نړۍ ته ورسوم. دا مهال که تاسو وګورئ زه واقعاً په یو ستونزمن حالت کې یم، د بیلګې په توګه زه روانې ستونزې لرم ګوښه شوې يم، انګېزه نه لرم، زه یو څه ذهني ستونزې لرم، دا زما لپاره خورا ستونزمن کار دی."

د طالبانو بنديزونو "زموږ د همکارانو روحیه کمزورې او دوى يې له خپل کار زړه توري کړل."

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو شمېرې ښيي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په دغه هېواد کې سلګونه رسنۍ بندې شوې، زرګونه خبریالان چې ډېری یې ښځینه خبریالانې دي، بېکاره شوي او په سلګونه نور يې له افغانستانه وتلو ته اړې شوې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بياځلي پيل راهیسې تر ۸۰ سلنې زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې په یوولسو ولایتونو لکه بادغیس، هلمند، دایکندي، غزني، میدان وردګو، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، سمنګان او زابل کې ښځینه خبریالانې هېڅ شتون نه لري.

ارشیف: د افغانستان سویل کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: د افغانستان سویل کې د یوې خبري غونډې انځور

يوه بله ښځينه خبرياله چې د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې د ښځو لپاره د يوې خصوصي راډيو مسووله ده او نه غواړي چې د امنيتي دلايلو له امله يې نوم واخيستل شي، وايي چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د ښځينه خبريالانو پر کار د پراخو بنديزونو او مالي ستونزو له امله، هغه اړ شوه چې د خپلې سيمه‌یيزې رسنۍ خپرونې ودروي.

هغه وايي: "البته، هغه محدودیتونه چې په دې وروستیو کې پر رسنیو لګول شوي، په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې د ښځو په برخه کې فعالې دي. زموږ ۸۰ سلنه کارکوونکې ښځې وې، له بده مرغه، دې محدودیتونو زموږ کارمندان خپه او د دوى روحيه يې کمزورې کړه، ځینې یې له رسنیو څخه لرې شوې ځکه چې شرایط مناسب نه وو."

يو بل خبريال چې د امنيتي ستونزو له امله د نوم له څرګندولو ډډه کوي ازادي راډيو ته يې وويل، وروسته له هغه طالبانو په سيمه‌ييزو رسنيو کې خبرونو د خپرولو مخه ونيوله، اوس په پټه خپل سيمه‌ييز خبرونه او راپورونه له افغانستانه بهر استوي.

ازادي راډیو د دې ځایي خبریال د خونديتوب په موخه د نوموړي غږ بدل کړی.

هغه وايي چې دا کار ګواښوونکى دی، خو باید د خلکو غږ نړۍ ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې: "زه خپله دنده ترسره کوم او د یو ځوان په توګه خپل مسوولیت ادا کوم او د خپلو خلکو سره یم او هرکله او هر چېرې چې لاسرسی ولرم د خپل خلکو غږ پورته کوم او د دوی غږ منعکسوم تر څو نړۍ وويني چې د افغانستان خلک له کومو کړکېچونو سره مخامخ دي."

  • ولې خپلواکې رسنۍ مهمې دي؟

د خبریالانو د خوندیتوب له نړیوالې کمېټې نه‌ليه‌یي وايي، د بیان ازادي او د رسنیو ازادي په افغانستان کې د ستونزو د انعکاس لپاره خورا مهم دي.

هغه وايي: "په افغانستان کې د رسنیو ازادي او د بیان ازادي مهمه ده، ځکه دا هېواد په نړۍ کې له ستر بشري ناورين سره مخ دی. افغانستان له پراخې بېوزلۍ او ناورین سره مخ دی. دا به د طالبانو وړتیا ازمایي چې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي، له همدې امله، په دې حساس وخت کې دقيق او باوري معلوماتو ته لاسرسی کولی شي د ژوند ژغوړلو په برخه کې مرسته وکړي."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG