د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ځینې خبریالان: په رسنیو او خبریالانو د طالبانو فشارونه ډېر شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د یوې بلې افغان خبریالې شبنم خان دوران وروستۍ ادعا ته په اشارې سره وايي چې پر خبریالانو او رسنیو د طالبانو د حکومت فشارونه او بنديزونه د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

د افغانستان انټرنېشنل د تلوېزیوني خپرونو یوې چلوونکې شبنم خان دوران ادعا کړې چې طالبانو یې پلار وهلی او د هغې کورنۍ یې په مرګ ګواښلې ده.

نوموړې دغه ادعا د برتانوۍ ورځپاڼې انډيپينډنټ له انګليسي څانګې سره په مرکه کې کړې ده.

هغې د دې مرکې په یوې برخه کې چې د جمعې په ورځ د همدې ورځپاڼې په انسټاګرام پاڼه کې خپره شوې، شبنم خان ويلي چې خبريالي کوم جرم نه دى، ولې يې طالبان ګواښي او غواړي پلار يې ووژني؟

شبنم خان دوران ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې دا خبره منلې ده.

مېرمن دوران ویلي، هو دا رښتیا ده او په خبره یې له دې بدبختۍ سره لاس او ګرېوان ده.

د انډيپينډنټ په راپو کې راغلي چې د شبنم خان دوران د پلار سر، پښې او لاس زیان لیدلی دی.

په دې مرکه کې شبنم خان زياته کړې چې پلار یې د خپلې لور د ملاتړ په جرم اوس نه شي کولای چې له مرستې پرته په پښو ودرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شبنم خان دوران د دې ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه کار کوي وايي، سختو شرایطو سره مخ دي.

یو خبريال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "موږ چې په افغانستان کې دننه په پټه فعالیت کوو او رسنیو ته یې استوو، ډېر تر ګواښونه لاندې يوو او موږ وېره لرو چې زموږ کورنیو ته زیان ونه رسېږي او یا ونه نیول شو."

ارشیف: د خبریالانو ملاتړو بنسټونو تل په خپلو څرګندونو کې د طالبانو له لوري په رسنیو او خبریالانو د فشار په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
ارشیف: د خبریالانو ملاتړو بنسټونو تل په خپلو څرګندونو کې د طالبانو له لوري په رسنیو او خبریالانو د فشار په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

یو بل خبریال چې ادعا کوي مخکې د طالبانو د حکومت له‌خوا زنداني شوی هم دی، د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "په شخصي توګه زه د یو خبريال په توګه د جدي ناامنۍ احساس کوم او زه فکر کوم چې زه به بیا ونیول شم."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې ولیزاده ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو کورنیو ته ګواښ د افغانستان د رسنیو ټولنې ته جدي ګواښ وباله.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "پر یو خبریال یا د خبریال پر کورنۍ د هغوی د رسنیزو فعالیتونو له امله هر ډول فشار او ګواښ په افغانستان کې د نافذه قوانینو خلاف عمل دی او په حقیقت کې د نړیوالو رسنیو او اخلاقي ارزښتونو خلاف کار دی چې دا کړنه د خبریالانو او د رسنیو د فعالینو پر وړاندې یو نوی ګواښ دی."

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د بیان ازادۍ او د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونو ته ژمن دی، خو هغه سازمانونه چې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي په ځلونو په خپلو راپورونو کې د طالبانو له لوري پر خبریالانو د سختو بندیزونو شکنجو او د دوی د نيولو خبره کړې ده.

د بې پولې خبريالانو سازمان د مې د مياشتې په درېيمه نېټه د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه راپور کې افغانستان د خبريالانو لپاره د تر ټولو بد هېواد په توګه ياد کړ.

دغه شان ګلوبل ایکسپرېشن Global Expression په خپل کلني راپور کې چې د مې په ۲۱مه خپور شو، افغانستان د بیان د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ډېرو بدو هېوادونو له ډلې ياد کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG