د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

رواداري سازمان: طالبان له رسنیو څخه د خپلو پالیسیو او پلانونو د ترویج لپاره کار اخلي


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان، د چهارشنبې په ورځ د مۍ په لومړۍ نېټه، د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې "طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په ايډيالوژيک چلند سره، په سيستماتيکه او هدفي بڼه د بيان پر آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدوديتونه لګولي دي."

په دې راپور کې چې د « محدودیت، ځپل او سانسور؛ په افغانستان کې اطلاعاتو د لاسرسي او د بیان ازادۍ وضعیت» په نوم خپور شوی او په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۱ میرمنو په ګډون د ۲۶۴ کسانو سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوی دا ادعا هم شوې، چې طالبان له دولتي رسنیو څخه د خپلو سياستونو او پروګرامونو د تبليغ لپاره ګټه اخلي.

دغه راپور د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې د بيان آزادۍ حق او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ وضعيت ارزوي او تحليلوي.

د روادارۍ سازمان مشرې، شهرزاد اکبر په رسنیو کې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت د بندیزونو په اړه ازادي راډيو ته وويل: " دوی (طالبانو) په رسنیو کې د ښځو پر حضور ځانګړي محدودیتونه لګولي دي، په دې حد چې د ښځو غږ خپرول منع شوی او طبعا د دوی پر پوښښ باندې هم محدودیت لګول شوی دی. او د دې وضعیت پایله، له رسنیو څخه د ښځو حذفول او په رسنیو کې د داسې وضعیت رامنځته کول دي چې پکې د بیان ازادۍ وجود نه لري."

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان مشره، شهرزاد اکبر
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان مشره، شهرزاد اکبر

یوه ښځينه خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د دې موضوع په تایید سره وايي: "یوه ښځينه خبریاله د دې حق نه لري چې د خپل راپور لپاره له نارینوو سره مرکه ولري. یوه ښځينه خبریاله د دې اجازه نه لري چې له ښار او بازار څخه په ازاده توګه راپور چمتو کړي. "

د روادارۍ سازمان په راپور کې دا ادعا هم کړې "د طالبانو ډلې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د بشری حقونو د سرغړونو، امنیتی او سیاسی پېښو، د مخالفو وسله والو جبهو له خوا د پوځی بریدونو، د طالبانو د ډلو تر منځ اختلافات، د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د جګړې او د مخکیني حکومت د کارکوونکو د وژنې او نیونې په اړه د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي چې د خپرولو په صورت کې د خبریالانو په ځورونې، نیونې او شکنجې تمامیږي. "

د افغانستان دننه یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي:

"زموږ ازادي محدوده شوې، رسنۍ سانسور کیږي. خبریالان نه شي کولای چې حقایق او د ولس غږ خپور کړي. هغه رسنۍ چې حقایق خپروي یا انتقاد کوي هغه ګواښل کیږي او خبریالان یې بندي کيږي."

د روادارۍ بشري حقونو سازمان په راپور کې دا ادعا هم شوې چې"د طالبانو ډله اتباعو ته د معلوماتو ورکولو لپاره هیڅ قانون نه تعقیبوي او د معلوماتو ورکولو لپاره کوم ځانګړی میکانیزم نه لري."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ښځینه خبریالانې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ښځینه خبریالانې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغانان وايي، پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو له امله، نه شي کولای د رسنیو په ورکړل شویو معلوماتو باور وکړي.

یو له دوی څخه، د نوم نه ښودو او غږ بدولولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: " طالبان رسنیو ته اجازه نه ورکوي څه چې رښتیا وي هغه خپاره کړي او دا دې لامل کیږي چې موږ ونه شو کولای په رسنیو اعتبار وکړو. "

د راودارۍ سازمان د راپور او د خبریالانو د ادعاوو په اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت خو د راپور تر خپرېدلو پورې د زادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې مخکې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د رسنیو ملاتړو سازمانونو، په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او پر رسنیو د طالبانو بندیزونو یې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسۍ د حق جدي سرغړونه بللې.

تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز هم، د مۍ درېیمې "د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې" په مناسبت په یوه راپور کې په هېواد کې د رسنیو او ازادو خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو د تشدید او د خبریالانو د پراخو نیول کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دې لړۍ د دوام د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG