د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

جرمني د امنيت او پناه غوښتنې لپاره نوې تګ‌لاره معرفي کړې


د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

د جرمني ايتلافي حکومت پرون د امنیت او پناه غوښتنې پالیسیو د لا سختېدو له موضوع سره موافقه وکړه.

د جرمني په زولینګن ښار کې د دغه ښار د ۶۵۰مې کلیزې په مناسبت د جوړ شوي جشن پر مهال د چړې په ذریعه په حمله کې ۳ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

تېره اوونۍ دغه پېښه د دې سبب شوه، چې د پناه غوښتنې او د اخراج د اصولو په اړه سیاسي لانجه اوج ته ورسېږي.

ټاکل شوې بله میاشت په جرمني کې ایالتي ټاکنې وشي.

ویل شوي مشکوک حمله کوونکی، د سوریې یو وګړی و، چې لا یې هم په جرمني کې د کډوالۍ درخواست نه و منل شوی او حکومت یې په اخراج کې پاتې راغلی و.

تر هغې پېښې وروسته د جرمني د حکومت اپوزیسیون د حکومت د کډوالۍ پر تګلاره انتقادونه وکړل.

دا په‌داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې بله میاشت په جرمني کې ایالتي ټاکنې وشي.

د تګ‌لارو په نوې بسته کې د وسلو سخت مقررات معرفي شوي، په ځانګړي ډول د وسلو د مالکیت نوي اصول په پام کې نیول شوي دي.

په تازه سند کې، پر تېرو تېغونو او چړو عمومي بندیز او د ولسي جشنونو، ورزشي مناسبتونو او تجارتي مېلو په څېر عامو مناسبتونو کې پر چړو بشپړ بندیز معرفي شوی دی.

د فډرال قانون افسران به د برېښنايي تفنګچې یا تېزر د کارولو صلاحیت ولري او د دې لپاره چې افراطي کسان وسلې ترلاسه نه‌کړي، د فډرال حکومت نوي بنسټونه به د وسلو د جوازونو لپاره د تقاضا کوونکو سابقې چک کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د جرمني حکومت به د پناه غوښتنې او هلته د استوګنې قوانین هم سخت کړي او د هغو کسانو د اخراج پروسه به ګړندۍ کېږي، چې له سخت اخراج سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول چې اخراج کېدونکي کس د وسلې یا بلې خطرناکې وسیلې په ذریعه کوم جرم کړی وي.

د پناه غوښتنې یا کډوالۍ له موقف څخه د خلکو د مستثنی کولو معیارونه به سختېږي، د ځوانو مجرمانو په ګډون به د جدي جرمونو لپاره سخت مجازات پام کې وي.

د دغه سند له‌مخې، که پناه غوښتونکي په نورو اروپايي هېوادونو کې دعوا ولري او هغه پناه غوښتونکي چې له قانع کوونکو دلایلو پرته خپلو هېوادونو ته سفرونه کوي، خپل د خوندیتوب امتیازونه له لاسه ورکوي او نه‌شي کولی چې په جرمني کې مزایاوې ترلاسه کړي.

په سند کې ویل شوي، دغه تازه اصول به د اوکراین پر کډوالو نه عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG