د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ملګري ملتونه: افغانستان د جبري بې ځایه شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري


ارشیف: په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه سیمه ییز دفتر کې افغان کډوال د دې سازمان له کارکوونکو سره د خبرو پر مهال لیدل کېږي.
ارشیف: په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه سیمه ییز دفتر کې افغان کډوال د دې سازمان له کارکوونکو سره د خبرو پر مهال لیدل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د جبري بې ځایه شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویلي، افغانستان د ۶.۴ میلیونه جبري بې ځایه شویو کډوالو په درلودو سره یو له هغو پنځو هېوادونو څخه دی چې د جبري بې ځایه شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره لري.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د نړیوالو بهیرونو د راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۳مه یې خپور کړی او د ۲۰۲۳م کال تر پایه په نړۍ کې جبري بې ځایه کېدل او د کډوالو رسمي احصائیه وړاندې کوي، د یاد کال تر پایه په نړۍ کې ۱۱۷.۳ میلیونه خلک په جبري توګه بې ځایه شوي وو چې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دا شمېر نور هم زیات شوی دی.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویلي، دا شمېره په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ او جګړې ښکارندويي کوي چې په ټکو یې له لسیزو راهیسې دوام لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د ټولو کډوالو درې پر څلورمه برخه (۷۲ سلنه) یې یوازې د پنځو هېوادونو څخه راځي چې افغانستان ۶.۴ میلیونه، سوریه ۶.۴ میلیونه، وینزویلا ۶.۱ میلیونه او اوکراین او فلسطین هر یو ۶ میلیونه جبري بې ځایه شوي کډوال لري.

ارشیف: د پاکستان په دېره اسمعیل خان کې افغان کډوالې مېرمنې
ارشیف: د پاکستان په دېره اسمعیل خان کې افغان کډوالې مېرمنې

راپور زیاتوي چې نږدې ۹۰ سلنه کډوال د خپل هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې اوسیږي چې ایران د ۳.۸ میلیون او پاکستان د ۲ میلیون افغان کډوالو په کوربه‌توب، د نږدې ټولو افغان کډوالو کوربه دی.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د راپور له مخې جرمني سره له دې چې له افغانستان سره پوله نه لري، خو د ۲۰۲۳م کال تر پایه د سل باندې ۲۵۵زره افغان کډوالو کوربه و.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د جبري بې ځایه کېدو اصلي لاملونو ته د رسېدو لپاره د بېړنیو نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر شمیر افغانان د دوی په ټکو د امنیتي، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزه له امله، نورو هېوادونو په تیره بیا د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال وايي چې اوس په کوربه هېوادونو کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشتې کډوالې نویدې افضلي ازادي را‌ډيو ته وویل: "د امارت له راتګ څخه مخکې زموږ ژوند ښه روان و، خو وروسته اړ شو پاکستان ته کډوال شو، دلته د کډوالو لپاره هیڅ حقوق نه‌شته، نه د کار، نه د زده‌کړو، نه روغتیايي خدمات شته، دلته هم ستونزو سره مخ یوو."

ارزو قرباني وايي: سرپرست نه‌لرم، خاوند مې شهید شوی. په ډېرو ستونزو سره مې تر اوسه ژوند دلته پر مخ بیولی.

په ایران کې ارزو قرباني وویل: "سرپرست نه‌لرم، خاوند مې شهید شوی. په ډېرو ستونزو سره مې تر اوسه ژوند دلته پر مخ بیولی څو کولای شم خپله کار کوم. څلور ماشومان لرم، مشر یې ۱۴ کلن دی او وړوکی یې ۶ کلن."

د یادونې ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د نورو ستونزو تر څنګ خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو له ګواښ سره هم مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" تر دې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG