د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د افغان موسيقۍ ملي انستيتيوت: طالبان د يو ملت غږ غلی کوي، خو موسيقي د خلکو په زړونو کې ده


د طالبانو لخوا د موسیقۍ د یو شمېر سوزول شویو آلو تصویر - ارشیف
د طالبانو لخوا د موسیقۍ د یو شمېر سوزول شویو آلو تصویر - ارشیف

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت په تېر یوه کال کې د طالبانو له‌خوا د موسیقۍ د زرګونه الو له‌منځه وړل غندلي دي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د طالبانود حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت له لوري د موسیقۍ د څه باندې ۲۱ زره الاتو تخریب غندي او دا د هېواد د موسیقۍ په بډایه میراث او د خلکو د هنري او کلتوري ازادۍ پر حق تېری بولي.

یاد انستیتیوت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، موسیقي له پېړیو راهیسې د افغاني ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چې د ټولنې په جوړولو، سولې او د خلکو ترمنځ د تفاهم په برخه کې مرسته کوي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر احمد ناصر سرمست د طالبانو حکومت د دې اقدام په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو وروستي اقدامات نه یوازې د موسیقۍ پر الاتو برید دی، بلکې د افغانانو پر ازادۍ، خلاقیت او فرهنګي میراث یو برید دی، طالبانو هڅه کړې او هڅه کوي چې د یوه ملت غږ غلی کړي خو دوی نه‌پوهېږي او نه‌غواړي چې دا درک کړي، چې دا ناشونې ده چې د افغانانو له زړه او ذهن څخه د هېواد موسیقي او مینه له‌منځه یوسي."

احمد سرمست
احمد سرمست

یاد انستیتوت په خپله اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو پر سازمانونو او فرهنګي بنسټونو غږ کړی چې د "کلتوري تخریب" دا اقدامات وغندي او د افغانستان د موسیقۍ د ساتنې ملاتړ وکړي.

"داسې فکر وکړئ چې د هنرمند لپاره د هغه موسیقي او د هغه د موسیقۍ الې د ژوند ټوله سرمایه ده، نو که دا سرمایه ترې واخیستل شي نو ټول ژوند یې په صفر کې ضرب کېږي.
يو هنرمند

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم وتړل شو او دغه انستیتیوت پرتګال ته د خپلو غړو انتقال سره، له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دې هېواد په پلازمېنه لیزبون کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

په کور دننه يو افغان هنرمند وايي، دا چې د موسیقۍ الې خرابیږي، سوځول کېږي او یا ماتیږي دا د هنرمند پر روح او روان باندې ډېر بد اغېز لري.

دا چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالبانو له لوري د موسیقۍ د الاتو تخریب ډېر خواشینی کړی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "داسې فکر وکړئ چې د هنرمند لپاره د هغه موسیقي او د هغه د موسیقۍ الې د ژوند ټوله سرمایه ده، نو که دا سرمایه ترې واخیستل شي نو ټول ژوند یې په صفر کې ضرب کېږي. هنرمند څومره زحمت ایستلی وي پر ځان باندې چې د خلکو لپاره خدمت وکړي، خو دلته یې د موسیقي الې یا سوځول کېږي، یا خرابیږي او یا ماتیږي."

د موسیقي الې یو بل غږونکی چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "دا واقعاً د یوه هنرمند لپاره او د یوه داسې کس لپاره چې د هنر په برخه کې یې فعالیت درلوده، او درس یې ویلی د زغملو وړ نه‌دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د زمري یا اسد میاشتې په دېرشمه نېټه د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف وزارت ولس ته د حساب ورکولو په نوم په یوه غونډه کې وویل، په تېر کال کې یې د موسیقۍ ۲۱ او ۳۲۸ الات تخریب او له‌منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بولي او په افغانستان کې یې په غږولو او اورېدلو بندیز لګول شوی دی.

دغه راز د طالبانو د حکومت له لوري په تېرو درې کلونو وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر هنرمندانو د نیولو او هنري الاتو د له‌منځه وړلو راپورونه خپاره شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG