د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

موټر کې موسیقي؛ د امر بالمعروف کسان یې اوریدونکو سره څنګه چلند کوي؟


د کابل ښار یوه څنډه - ارشیف
د کابل ښار یوه څنډه - ارشیف

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښاري موټرو کې د موسیقۍ پر غږولو د بندیز د پلي کېدو په اړه بېلابېلې تجربې لري.

د کابل ښار يو ټکسي چلوونکى نورالله وايي، سره له‌دې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د موسيقۍ له غږولو او اورېدلو منع شوى، خو د ستړيا د کمولو لپاره په موټر کې موسيقي غږوي.

هغه د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو سره خپله تجربه ازادي راډيو ته وايي:

"زما موټر یو یا دوه ځله چیک شوی و، د امر باالمعروف پولیسو زما موټر ودراوه او ویې ویل: تاسو په دې ټيپ کې څه اورئ؟ موسیقي یا نعت؟ ما وویل چې زه ديني مطالب اورم، هغه څه ونه ویل. دوی یې نه ګوري، چې راشي ټيپ يا راډيو چالان کړي."

د کابل يو بل اوسېدونکی چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي چې د طالبانو د امر باالمعروف کسانو له‌خوا د سي ډي او نورو موسيقۍ ټيپونو د ماتولو شاهد و.

هغه وايي:

"یو ځل مې ولیدل چې د امر باالمعروف ځواکونو په موټرو کې سي ډي ماتې کړې، ټوټه ټوټه يې کړې او پر ځمکه يې وغورځولې."

د طالبانو یو شمېر ځواکونه او کابل ښار
د طالبانو یو شمېر ځواکونه او کابل ښار

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکی یعقوب وايي، چې له دې بندیز سره سره بیا هم خلک دغه امر ته پام نه‌کوي.

یعقوب زیاتوي:

"په همدې وخت کې په ښار او بازار کې خلک موسیقي اوري. زه نن په موټر کې وم او موسیقي چالانه وه. له چک پواينټ تېر شوم، هغوی ماته څه ونه ویل."

د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې موټر چلوونکي باید په خپلو موټرو کې موسیقي ونه غږوي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې ياد وزارت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د سپارښتنې د عملي کولو په موخه چک پواينټونه جوړ کړي، ترڅو په موټرونو کې خلک موسيقي ونه غږوي.

په اعلاميه کې اوس هم موټر چلوونکو ته امر شوی چې له حجاب او محرم پرته ښځې ونه لېږدوي.

هرات کې د موسیقۍ دا آلې څو میاشتې مخکې طالبانو وسوزولې
هرات کې د موسیقۍ دا آلې څو میاشتې مخکې طالبانو وسوزولې

طالبان موسیقي حرامه ګڼي او پخوا یې د خوښیو په محفلونو کې د موسیقۍ اورېدل او غږول منع کړي وو او د دوی کسانو په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل ویجاړ کړي او د هنرمندانو په ځورولو تورن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغانان د طالبانو پر دې تګلارې نیوکه کوي او وايي، په خپل ورځني ژوند او په ځانګړي ډول د خوښیو په محفلونو کې د موسیقۍ اورېدل د دوی اساسي حق دی، چې طالبان ورته پام نه‌کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د موسیقۍ پر اورېدلو بندیز لګولی و او د روان کال په اګست میاشت کې یې اعلان وکړ چې د دغه وزارت محتسبينو په بدخشان کې له موټرو څخه لسګونه کیسټونه، میموري کارتونه او فلشونه راټول کړي دي.

طالبانو هغه مهال ویلي وو چې خلکو دغه وسايل موټرو کې د موسیقۍ اورېدلو لپاره کارول.

طالبانو په افغانستان کې له بياځلي واکمنۍ سره ډېر محدودیتونه وضع کړل چې په ډېرو مواردو کې یې افغانان له خپلو آزادیو او بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG