د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اې‌این‌این: په افغانستان کې د مخدره توکو تقاضا په لوړه کچه موجوده ده


ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو شمېر کارګران د تاریاکو ټولولو پر مهال
ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو شمېر کارګران د تاریاکو ټولولو پر مهال

د افغانستان د تحلیګرانو شبکه وایي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مخدره موادو د تقاضا د کمولو او په دې هېواد کې د یادو توکو د استعمال له امله د رامنځته شویو پراخو ستونزو د هواري په هڅه کې نه دي بریالي شوي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه یا اې‌این‌این (ANN) وایي چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید د کمېدو سربېره، د مخدره توکو تقاضا په لوړه کچه موجوده ده.

دغې شبکې نن یکشنبه د اګست په ۲۵مه په خپل خپور کړي څېړنیز راپور کې په افغانستان کې د مخدره توکو دوامداره کارول کړکېچ بللی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مخدره توکو د تقاضا د کمولو او په دې هېواد کې د یادو توکو د استعمال له امله د رامنځته شویو پراخو ستونزو د هواري په هڅه کې نه دي بریالي شوي.

د راپور په ټکو د عامه پوهاوي نشتوالی، رواني جګړه او د درد د ورکېدو په پلمه د تریاکو دودیزه کارونه په دغه هېواد کې د تریاکو د کارونې ستر لاملونه دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی له روږدي کېدو سره د مبارزې په برخه کې هڅې کړي، د تریاکو د تولید او کوکنارو د کرو مخه نیول شوې او په مخدره توکو روږدي هم د درملنې په هدف راټول شوي، خو په ټکو یې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د بودیجې د کمښت له امله د درملنې مرکزونو په تړل کېدو دا ستونزې بېرته زیاتې شوې دي.

د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۲م کال په مۍ میاشت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د روږدو کسانو د درملنې له ۸۸ مرکزونو ۴۴ یې لا هم فعاله دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تازه ادعا کړې چې په تېر یو کال کې یې له ۲۳زرو زیاتو روږدو کسانو درملنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې دوی په روغتیایي مرکزونو کې د روږدو د درملنې تر څنګ، خپل روغتیایي ټیمونه کورونو او زندانونو ته استولي او د روږدو کسانو درملنه کوي.

خو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه په دې برخه کې د طالبانو د حکومت دا کړنلاره معیاري نه بولي او وایي چې جبري او ناڅاپي درملنې کمه ګټه کوي او مخدره توکو ته د روږوالي د بېرته ستنونې ګواښ زیاتوي.

د افغانستان د روږدو په اړه وروستۍ سرشمېرنه په ۲۰۱۵م کال کې شوې چې د روږدو شمېر یې هغه مهال له ۳ میلیونو زیات اعلان کړی وه، خو تازه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په دغه هېواد کې د روږدو شمېر له پنځو میلیونو زیات یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هغه کسان چې په مخدره توکو روږدي دي، وایي چې دوی د کورنیو د ستونزو او روحي فشارونو له امله د دغو توکو کارونې ته مخه کړې ده.

په بدخشان ولایت کې په مخدرو توکو روږدې لالې ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په خپل کور کې د روږدوالي د پرېښودو په ۴۵ ورځنۍ دوره کې ده.

هغه وايي: "د جګرخونۍ، ستړیا او دا چې ما نه‌شو کولای درس ووایم او د ځان او اولادونو ژوند مې جوړ کړم، ما تریاک څښول او په دې سره به مې ستړیا ختمېده، اول مې تریاک څښول وروسته مې بیا کابل شیشه څښوله."

له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې دوه میاشتې وړاندې په خپل یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ۹۵ سلنې کموالي، تر ټول زیاتې اغېزې یې په بزګرو پرېوتې او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ لامل شوي.

"یواین‌اوډي‌سي" تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ۹۵ سلنه کموالي خبره کړې وه چې په ټکو یې په تېر ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د د کوکنارو کښت کچه ۱۰زرو ۸۰۰ هکتارو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې دا کچه له هغه یو کال وړاندې ۲۳۳زرو هکتاره وه.

د مخدره توکو کښت او تولید په افغانستان کې له سترو ننګونو دي چې ملګرو ملتونو د ګڼو هېوادونو استازو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو له پلاوي سره پرې خبرې وکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG