د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

سيګار: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه عملي نه ده


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار وايي، د افغانستان د واقعيتونو په پام کې نيولو سره، د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده.

د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت د مشر ملا هيبت الله اخوند د فرمان يوه مياشت پوره کېږي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د کوکنارو د کښت بندولو د څرنګوالي په اړه پاليسي نه ده اعلان کړې.

اوس د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي روښانه نه ده، چې دې کار د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تارياکو د خرڅلاو بازار ګرم کړی دی.

د سيګار په درې مياشتنی راپور کې چې تازه د امریکا کانګرس ته استول شوی راغلي چې، د افغانستان بزګران ساړه ژمي او وچکالۍ سخت ځپلي دي، له همدې امله د کوکنارو د کښت بندول ډېر عملي نه برېښي.

د طالبانو د حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار د سيګار د راپور په غبرګون کې ازادۍ راډيو ته وويل، دوی د خپل مشر د فرمان عملي کولو لپاره پوره چمتووالی لري او د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې به جدي عمل وکړي.

نوموړي وويل: " تر اوسه په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو د لومړي فصل تارياک نه دي راټول شوي، لکه بدخشان او نور هغه ولايتونه چې هلته هوا سړه ده. کله چې د لومړي فصل د حاصلاتو راټولولو تمام شول، دوهم فصل ته اجازه نه ورکول کېږي. پالیسي جوړه شوې ده، د همدې پاليسۍ له مخې بايد د کرل شويو کوکنارو څخه تارياک راټول کړل شي او تر دې وروسته به ان شاالله د کوکنارو کښت په بشپړ ډول بند وي."

سيګار د نشه يي موادو په برخه کې د طالبانو د چلند په اړه د نړیوالې ټولنې پټه خوله پاته کېدل د پوښتنې وړ بولي او په هلمند او کندهار کې يې د بزګرانو له خولې ليکلي چې، تر اوسه له دوی سره د بدیل کښت په برخه کې هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت سيګار ته ويلي چې، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو، بزګرو ته د دوی د مرستو رسولو بهير نه دی اغېزمن کړی.

د امريکا له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې يا (INL) ويلي چې، دوی په وروستيو مياشتو کې خپل پروګرامونه د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له لارې عملي کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر ظفر وايي، په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ دا وښودله چې هغوی د کوکنارو کښت بندولای شي.

نوموړي ويلي: " د ۲۰۰۱ کال د فرمان په نتیجه کې کوکنار نه وه کرل شوي، نو هغې تجربې ته په کتو سره دا امکان شته چې دا فرمان اوس هم عملي شي، یو بل دليل يې دا دی د تېر حکومت په وخت کې چې به حکومت چېرې قوي حاکمیت درلود هلته کوکنار نه کرل کېدل او چېرې چې به کرل کېدل هلته به د حکومت کنټرول نه و، خو اوس برعکس طالبان پر ټول افغانستان حاکميت لري او شايد کنټرول يې هم ورته اسانه وي."

سيګار داسې مهال د کوکنارو د کښت د دوام او طالبانو د حکومت له خوا د دې کښت پر منع کولو د ټينګار په اړه اندېښنه ښيي چې، د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې له تاریاکو څخه کوکنار راټول شوي او په پام کې ده چې د ثور د مياشتې تر پايه په سردسيرو يا سړو ولایتونو کې هم راټول کړل شي.

د طالبانو حکومت ويلي چې، د لومړي فصل د تارياکو له راټولولو سره سم د دوی د مشر فرمان عملي کېږي او تر دې وروسته به هیچا ته د کوکنارو د کښت اجازه ور نه کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG