د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

تل‌ابیب ته د بلېنکن رسېدل؛ د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د یوې موافقې د لاسلیک هڅه کوي


له کله چې پر غزه د اسراییلو بریدونه پيل شوي د اوربند د هڅو په لړ کې دا سیمې ته د انټوني بلېنکن لسم سفر دی.
له کله چې پر غزه د اسراییلو بریدونه پيل شوي د اوربند د هڅو په لړ کې دا سیمې ته د انټوني بلېنکن لسم سفر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ تل‌ابیب ته ورسېد څو د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د یوې موافقې د لاسلیک هڅه وکړي.

له کله چې پر غزه د اسراییلو بریدونه پيل شوي د اوربند د هڅو په لړ کې دا سیمې ته د انټوني بلېنکن لسم سفر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې بلېنکن به د دوشنبې په ورځ له اسراییلي چارواکو سره خبرې وکړي او بیا به د سه شنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته لاړ شي چېرته چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د اوربند د خبرو بل پړاو پیل شي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په هدف ترسره شوې خبرې رغنده بللې وې او خبرداری یې ورکړی و چې د دغه بهیر د زیانمنولو لپاره به له هر ډول اقدامه ډډه وکړي.

بلېنکن وروسته له هغه اسراییل ته تللی چې د امریکا، مصر او قطر مرکچیانو ویلي، دوی په دوحه کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته یوې موافقې ته نږدې شوي او امریکايي او اسراییلي چارواکو محتاطه خوشبیني څرګنده کړې.

خو حماس د اسرائیلو د نویو غوښتنو په وړاندې مقاومت ښودلی دی.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د اوربند په وړاندیز کې درې پړاوونه ذکر شوي چې له مخې به یې حماس د اکټوبر اوومې حملې پر مهال ټول یرغمل شوي کسان خوشې کوي او اسراییل به په ځواب کې له غزې خپل ځواکونه باسي او فلسطیني بندیان به ازادوي.

د راپورونو له مخې لا هم ۱۱۰ کسان د یرغمل شویو له ډلې په غزه کې پاتې دي که څه هم اسراییلي چارواکي فکر کوي چې یو پر درېیمه برخه یې مړه شوي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

څو میاشتې مخکې د لومړني اوربند پر مهال ګڼ دا یرغمل کسان د حماس له لورې خوشې شوي وو.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه حماس جنګیالیو پر اسراییل په برید سره په یوه ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

دا برید ددې لامل شو چې اسراییل د ځمکې او هوا له لارې د غزې په خاوره باندې خپل بریدونه پيل کړي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت په خبره تر دې دمه د اسراییلو په بریدونو کې تر څلوېښتو زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي.

د دې سیمې لکونه خلک له خپلو کورونو کډې ته اړ شوي او ګڼ کسان د قحطۍ او ناروغیو له خطر سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG