د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

یوایس‌سي‌آی‌آرایف: د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ازادۍ محدودې شوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون یا "یوایس‌سي‌آی‌آرایف" په افغانستان کې د مذهبۍ ازادیو د څرنګوالي په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ازادۍ محدودې شوي دي.

دغه کمېسیون تازه په خپلې کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دغه ازادیو په نقضولو کې مهم رول لري.

یاد کمېسیون دغه شان د امریکا پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د مذهبي ازادي مسئله جدي ونیسي او پر هغو طالب چارواکو بندویزونو ته دوام ورکړي چې په دې چاره کې ښکېل دي.

دغه کمېسیون پرون چهارشنبه د اګست په ۷مه نېټه د کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له لوري د بېلابېلو فرمانونو پلي کېدو د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د مذهبي لږه‌کیو په ازادیو بده اغېز کړې ده.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د حجاب مراعتول، د ساز او موزیک منع کول، د کار په ځایونو کې د ښځو او نارینو بېلول، د خلکو د ظاهرې بڼې څارل او په ټول افغانستان کې د بېلابېلو مذهبي لږه‌کیو پر مراسمو د محدویتونو وضع کول هغه موارد دي چې د امریکا د نړیوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په راپور کې دغه شان راغلي، هغوی چې له اسلام څخه یې تعبیر د طالبانو له سخت تعبیر سره توپیر ولري، له ګواښ سره مخ دي.

د راپور په یوې برخه کې دغه شان اندېښنه ښودل شوې چې طالبانو له اسلام څخه د خپل تعبیر پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې د شرعي حدود د پلي کولو په پلمه خلکو ته سختې سزاوې هم ورکړي دي.

د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون د امریکا له حکومته پر هغو طالب چارواکو هم د سختو بنديزونو د دوام غوښتنه کړې چې له مذهبي ازاديو په سرغړونو کې ښکېل دي.

یو شمېر افغانان هم شکایت کوي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ورځ تر بلې ازادۍ محدودېږي.

فرشته حسیني وايي: موږ نه شو کولای چې خپل مذهبي مراسم په ازادانه ډول ترسره کړو.

د فرشتې حیسني په نوم د کابل ښار یوه شیعه مذهبې افغانه ادعا کوي چې طالبان د مذهبي لږه‌کیو پر ازادیو باور نه لري.

هغې وویل: "موږ نه شو کولای چې خپل مذهبي مراسم په ازادانه ډول ترسره کړو او له دې کبله پر طالبانو اعتراض او نیوکه لرو، هیله مو دا ده چې په دې برخه کې برابري رامنځته شي."

من‌موهنسګ چې دا مهال په افغانستان کې د محدود شمېر استوګنو سېکانو له ډلې دی بیا وايي چې له محدیتونو سره سره دوی په پټ خپل مراسم نمانځي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "واک ته د طالبانو له رسېدو سره وروسته محدودیتونه وضع شوي، خو موږ په پټه په بېلابېلو برخو کې خپل مذهبي مراسم مخ‌ته وړو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تراوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دى ښودلى، خو وړاندې يې ويلي چې افغانستان کې د مذهبي لږه‌کيو حقونه د دوى په وينا د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون تېر کال په افغانستان کې د مذهبي ازایو د څرنګوالي په اړه په خپل راپور کې وړاندیز کړی و چې د افغانستان نوم دې هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شي چې له مذهبي ازادیو په‌کې سرغړونه کېږي.

د چين، ايران، ميانمار، شمالي کوريا، پاکستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان په ګډون د لسو هېوادونو نومونه د مذهبي ازادیو په سرغړونکو هېوادونو کې شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG