د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ایران له‌خوا پر اسراییل د برید په تړاو د اندېښنو زیاتوالی؛ د سیمې څو هېوادونو ته الوتنې لغوه شوي


لوفتانزا هوايي شرکت او یو شمېر نورو هوایي شرکتونو د کړکېچ د زیاتېدو او د جګړې له پیلېدو څخه د اندېښنې له کبله اسراییل، ایران، اردن، لبنان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې لغوه کړي یا ځنډولي دي.
لوفتانزا هوايي شرکت او یو شمېر نورو هوایي شرکتونو د کړکېچ د زیاتېدو او د جګړې له پیلېدو څخه د اندېښنې له کبله اسراییل، ایران، اردن، لبنان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې لغوه کړي یا ځنډولي دي.

د ایران له لوري پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي او په همدې لړ کې یو شمېر هوايي شرکتونو د سیمې څو هېوادونو ته الوتنې لغوه کړي دي.

د اسراییل د استخباراتي ادارو له دې ارزونې سره هممهاله، چې ایران ممکن په ډېر لنډ وخت کې د اسراییل پر خاوره پراخ برید وکړي، د اسراییل هوایي ځواک د خپلو ټولو پیلوټانو او پرسونل رخصتي لغوه کړه.

په ورته وخت کې، لوفتانزا هوايي شرکت او یو شمېر نورو هوایي شرکتونو د کړکېچ د زیاتېدو او د جګړې له پیلېدو څخه د اندېښنې له کبله اسراییل، ایران، اردن، لبنان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې لغوه کړي یا ځنډولي دي.

د اسراییل کان تلوېزیون د دوشنبې په ورځ د اسد۲۲مه راپور ورکړ چې په اسراییل باندې د ایران د برید د احتمالي نېټې له رانژدې کېدو سره د اسراییل د هوایي ځواک قوماندان، ډګرجنرال پیلوټ تومُر بار، د ټولو پیلوټانو او د ځواک د نورو مامورینو رخصتي لغوه کړې ده.

په دې اړه په حکم کې ویل شوي چې د غونډو او روزنې لپاره بهر ته د دایمي پرسونل سفرونه هم بیا تایید ته اړتیا لري.

کان تلوېزیون د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې پوځ له خپلو ټولو ځواکونو څخه چې ګورجستان او اذربایجان جمهوریتونو ته په سفر تللي دي، غوښتنه کړې چې ژر تر ژره اسراییل ته بېرته ورشي ځکه چې دا هېوادونه ممکن د حماس د سیاسي دفتر د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په خاطر د ایران له‌خوا له اسراییل څخه د بدل اخیستو په هدفونو کې شامل وي.

په بیروت کې د حزب‌الله د قوماندان فواد شکور په وژل کېدو پسې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، د غچ اخیستو په اړه دایران د مشر علي خامنه‌يي ټینګار او د حزب‌الله د سرمنشي د بدل اخیستو ژمنې په سیمه او نړۍ کې اندېښنې ډېرې کړي دي.

د حماس د سیاسي دفتر پخوانی مشر اسماعیل هنیه چې څو ورځې مخکې په تهران کې ووژل شو.
د حماس د سیاسي دفتر پخوانی مشر اسماعیل هنیه چې څو ورځې مخکې په تهران کې ووژل شو.

ایراني چارواکو او حماس د اسماعیل هنیه د وژنې پړه پر اسراییل اچولې، خو اسراییل تر اوسه دا تورونه نه رد کړي او نه یې تایید کړي دي.

د اسراییل استخباراتي شبکو اټکل کړی چې د ایران برید نژدې دی او د اسراییل د دفاع وزیر یوآو ګالانټ د یکشنبې په شپه له خپل امریکایي ساري لوید اسټین سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د دې ارزونې په اړه خبر ورکړ.

له دې خبرو وروسته، متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې سیمې ته به یو اوبتل واستوي.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم د دوشنبې په ورځ پر ایران او حزب‌الله غږ وکړ چې پر اسراییل له بریدونو ډډه وکړي.

د دغو درېیو هېوادونو د مشرانو اعلامیه د اسراییل په وړاندې د ایران او حزب‌الله د نژدې غبرګون یوه بله نښه ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG