د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

عراق کې پر عین الاسد اډه راکټي برید؛ يو شمېر امریکايي پوځيان ټپيان شوي


په عین الاسد اډه کې د امریکايي پوځيانو پر اډې د شوي برید يو انځور
په عین الاسد اډه کې د امریکايي پوځيانو پر اډې د شوي برید يو انځور

د عراق پر عین الاسد اډه د دوشنبې په شپه د څو راکټونو د لګېدو په پایله کې یو شمېر امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د پوځیانو د ټپي کېدو خبره تایید کړې ده.

پر عین الاسد د راکټي برید خبر لومړی رویټرز ورکړ.

د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي دوشنبه ماښام رسنیو ته ویلي چې د لومړنیو شواهدو په اساس څو امریکايي پرسونل ټپيان دي.

د پنټاګون د دغه چارواکي په خبره د عین الاسد اډې چارواکي د اوښتي زیان په ارزونې بوخت دي او وروسته به نور جزییات شریک شي.

رویټرز راپور ورکړی چې دوه راکټه پر عین الاسد اډې چې په انبار ولایت کې امریکايي پوځیان په کې دېره دي لګېدلي.

یو بل راکټ دې اډې ته نږدې پر یوه کلي لګېدلی چې زیان یې نه دی اړولی.

په عراق کې مېشتې د ایران یوې نیابتي ملېشه ډلې ادعا کړې چې دوی دا بریدونه کړي.

دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغه شوي چې د امریکا په یوه برید کې د ایران پلوه څلور افراطیان په عراق کې ووژل شول.

پر عین الاسد اډې داسې وخت راکټي بریدونه شوي چې په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې.

که څه هم د غزې د جګړې په پیل کې په پرله پسې ډول د عین الاسد په اډه توغندي لګېدل، خو په وروستیو میاشتو کې درول شوي وو.

د بیروت په جنوب کې د لبنان د حزب الله ډلې د یوه جګپوړي قوماندان فواد شکر او په تهران کې د حماس د سخت دریځې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، د ایران چارواکو او د لبنان د حزب الله ډلې منشي ګواښ وکړ چې له اسراییل به خامخا غچ اخلي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

اسراییلو د فواد شکر د وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی، خو د اسماعیل هنیه وژنه یې تایید یا رد کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG