د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د ايران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي د اسماعيل هنيه د غچ اخيستنې ګواښ کړی


د ايران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او د حماس ډلې د وژل شوي مشر اسماعيل هنيه انځور.
د ايران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او د حماس ډلې د وژل شوي مشر اسماعيل هنيه انځور.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.

خامنه‌یي نن چهارشنبه په یوه پيغام کې لیکلي، اسراییل ته به سخته سزا ورکړي او په خبره یې د هنیه د وینې بدل اخیستل، خپله دنده بولي.

خامنه‌یي چې پرون سهار یې په تهران کې له اسماعیل هنیه سره لیدلي و، په دې پیغام کې زیاته کړې: "په دغې ترخه پېښه کې چې د اسلامي جمهوریت په حریم کې شوې، د وینې بدل، خپله دنده بولم."

بل لورته د ایران د سپاه پاسدران انقلاب له‌خوا په دویم غبرګون کې د برید پړه پر اسراییل اچول شوې او ګواښ یې کړی چې سخت ځواب به ولري.

د اسراییل او ایران د کړکېچ تازه څپرکی

په ایران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه داسې مهال وژل کېږي چې له وړاندې د ایران او اسراییل ترمنځ، چې سیمه کې یو د بل پياوړي رقیبان دي، اړیکې کړکېچنې دي.

له کله چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګر بولي، جګړه پیل شوې، ایران د فلسطین او حماس په خوا کې ولاړ دی او د اسراییل بریدونه غندي.

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله، حزب‌الله هم د فلسطینیانو په دفاع کې وخت نا وخت له اسراییلو سره بریدونه تبادله کوي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، د حزب‌الله په تر ټولو تازه برید کې چې د همدې اوونۍ په پيل کې د اسراییل تر واک لاندې د جولان په لوړو کې د فوټپال په یوه میدان وشو، ۱۲ تنکي ځوانان او ماشومان ووژل شول.

د تېرې حمل میاشتې په ۱۳مه د ایران او اسراییل کړکېچ هغه مهال جدي شو چې اسراییلي ځواکونو په دمشق کې د ایران کونسلګري په یوه برید کې له خاورو سره خاورې کړه او یوشمېر ایراني چارواکي یې په‌کې ووژل.

په هغه برید کې د محمد رضا زاهدي په نوم د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې یو مهم قومندان هم ووژل شو.

تر هغه برید وروسته هم ایراني چارواکو اسراییلو ته د غچ اخیستنې ګواښونه وکړل.

تر دې ګواښونو وروسته د حمل میاشتې په ۲۵مه، نیمه شپه ایران سلګونه توغندي او بې‌پيلوټه الوتکې د اسراییل پر خاوره وتوغولې.

د دغو توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو اکثره هغه یې د اسراییل او په سیمه کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدانو له خوا شنډې او له‌منځه یوړل شوې.

د اسراییلو او حماس جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو غلچکي او بې ساري برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له همغه مهاله د اسراییلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا، تراوسه ۳۹۳۶۰ فلسطینیان وژل شوي او نژدې ۹۱ زره نور ټپيان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG