د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

 د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو راستانه شويو کډوالو ته په ۴۶ ښارګوټو کې ځمکې ویشي


طالبانو اعلان کړی چې بېرته راستونو شویو کډوالو لپاره نومرې ویشي.
طالبانو اعلان کړی چې بېرته راستونو شویو کډوالو لپاره نومرې ویشي.

د طالبانو حکومت وايي، په پام کې لري چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته په ۴۶ ښارګوټو کې ځمکې وویشي.

یو شمېر افغان کډوال چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، وايي چې د بې کورۍ له جدي ستونزو سره مخ دي او تراوسه د دوی وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دوی ادعا کوي سره له دې چې دوی استوګنځاى ته سخته اړتیا لري، خو بيا يې هم د طالبانو د حکومت له خوا د ځمکې د ویش په برخه کې کومه ژمنه نه ده تر لاسه کړې.

یوه افغانه مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي او یو کال وړاندې له پاکستانه کابل ته ستنه شوې، ازادي راډیو ته وویل چې د استوګنې د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: "د ژوند کور، ځاى او اقتصادي ستونزې ډېرې دي او دا مالي ستونزې بې وزلي او بې کاري چې کوکارې وهي هم د هغو کډوالو لپاره چې تازه راستانه شوي او د کډوالو د کارت پرته افغانستان کې ژوند کوي ډېرې ستونزې جوړې کړي."

This image contains sensitive content which some people may find offensive or disturbing.
له پاکستانه د ایستل شویو اففان کډوالو کډې
له پاکستانه د ایستل شویو اففان کډوالو کډې
This image contains sensitive content which some people may find offensive or disturbing - Click to reveal
له پاکستانه د ایستل شویو اففان کډوالو کډې

يو بل افغان کډوال عبدالرحمن چې يو کال وړاندې له پاکستانه لغمان ولايت ته ستون شوى، وايي چې کار او روزګار نه لري او که ځمکه هم ورته ورکړل شي، د ودانولو توان يې نه لري.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "که دوی موږ ته ځمکه راکړي، موږ به يې څنګه جوړه کړو؟ موږ ته دوه بسوې ځمکه راکړي چې يوه دوه کوټې هم په کې ودانې وي نور هېڅ غوښتنه نه لرو، زه بايد اول يو کار پيل کړه زه ښه نجار يم ماشين او بل هېڅ وسيله نه لرم چې کار مې وکړم."

خو د طالبانو حکومت وايي، په پام کې لري هغو افغان کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي په ۲۹ ولایتونو کې په ۴۶ ښارګوټو کې ځمکې وویشي.

د طالبانو د ښار جوړونې او استوګنې وزارت سرپرست شیخ احمدالله نعماني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه وزارت د ثبات او د اسکان د دایمي کمېټې له تصویب وروسته به کډوالو ته ځمکې وویشل شي.

نعماني وویل: "د دې لپاره مو زمينه برابره کړه چې کومو کډوالو لپاره چې راروان دي ځمکه ووېشو چې بيا هغوى وروسته په کې خپل کورونه ودان کړي په ٢٩ ولايتونو کې مو ٤٦ ښارګوټو د جوړولو فکر وکړ سره له دې چې د دې ښارګوټو پلان له مخکې د کډوالو وزارت سره ثبت وو، خو اوس چې مونږ غوښتل هغه پلان عملي نړو ډېرى پلانونه يې په ښه توګه نه و عملي جوړ شوي.

هغه زیاته کړه چې کډوال باید پخپله ځمکو باندې کورونه جوړ کړي.

د ښار جوړونې او مسکن وزارت د سرپرست په خبره، په پنجشېر، بامیان، خوست او غزني کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لپاره سر شمېرنې چارې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳م کال له نومبر میاشتې راهیسې تر ۶۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دې هېواد حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې د یو میلیون بې اسنادو افغان کډوالو ايستل پیل کړل چې تر ننه دوام لري.

ایران په وروستیو میاشتو کې زرګونه بې اسناده افغان کډوال هم افغانستان ته استولي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لس ورځې وړاندې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ له زرو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو د وزارت په وینا، د اګست په لومړۍ اوونۍ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۷زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه یو شمېر افغان شړل شویو افغانانو په وار وار د ژوند د خراب وضعیت او د نه پاملرنې په اړه شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې له راستنېدو وروسته د سرپناه د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه شان ایران هم په دې وروستیو میاشتو کې زرګونه بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لس ورځې مخکې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ له زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د دې وزارت له خوا د ورکړل شويو شمېرو له مخې

د زمري مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۷ زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه یو شمېر افغان ايستل شویو افغان کډوالو په ځلونو د خپل ژوند د خراب وضعیت او ورته د نه پاملرنې په اړه شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې له راستنېدو وروسته د استوګن ځاى د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG