د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په ایران کې له افغان کډوالو سره د حکومت او خلکو چلند ناورین وبلل شو


ايران کې افغان کډوال
ايران کې افغان کډوال

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو په ایران کې له افغان کډوالو او حتي هغو ایرانیانو سره چې افغاني سابقه لري، چلند ناورین وباله او له افغان کډوالو سره یې د حکومت او خلکو د توکمپالنې په وړاندې خبرداری ورکړ.

هه‌نګاو پرون دوشنبې په یوه راپور کې د ایران په اسلامی جمهوریت کې د انتخاباتو په اړوندو بحثونو کې د افغان کډوالو د شړلو له بحث څخه نیولې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کډوالو د شړلو تر غوښتنې پورې مواردو ته اشاره کړې او ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د حکومت او ټولنې له لوري د افغانانو ضد توکمپالنه اوج ته رسېدلې.

د هه‌‌نګاو د احصایې له مخې، په تېرو اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ
په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ

تر دې یوه ورځ وړاندې، د یکشنبې په ورځ په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو سازمان وویل چې ایران په تېرو اوو میاشتو کې شل تنه افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په دوی کې ۱۵ ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغان اتباع وو.

راپور ښیې چې له ۳۰۰ اعدامونو څخه ۱۷۲ یې د مخدره توکو په جرمونو پورې تړاو لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی وايي، په ایران کې افغانان د نړیوالو منل شویو حقوقو او د دوه اړخیزو تعهداتو خلاف اعدامېږي.

ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "هغه نړیوال ستندردونه یا د عادلانه محاکمې موازین چې ایران یې هم د ملګروملتو د غړي هیواد په توګه مني، د افغان مجرمینو په تېره بیا د اعدامیانو په هکله نه دي رعایت شوي، له بلې خوا هغه قونسلي اړیکې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته او د قونسلي اړیکو د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون له مخې ایراني مقامات باید په ټولو حالاتو کې د مجرمینو وضعیت مربوطو قونسلګریو ته اعلان کړي، خو متاسفانه د دې څرک نه لګېږي. همدارنګه د ملګروملتو د اتم پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۲۰ کال کې تصویب شو او د اعدام په هکله موضوعات پکې راغلي، له هغه نه هم ایراني مقاماتو سرغړونه کړې ده."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد او د حقوقي چارو متخصص پوهاند نصرالله ستانکزی

پوهاند ستانکزي همداراز وویل چې پر یادو ستونزو سربېره د ایران له لوري د افغانانو په اعدامونو کې بله ستونزه دا ده چې افغانستان او ایران په خپل منځ کې د مجرمانو د استرداد موافقه لري چې ایراني چارواکو دا مسله له پامه غورځولې ده.

ده په عین حال کې د افغانستان تېر حکومت او د طالبانو حکومت دې مسلې ته پر پام نه کولو ملامت وبلل.

هه‌نګاو ویلي افغان کډوال په ایران کې له څو لسیزو ژوند او کار کولو سره سره، د استوګنې معتبر کارتونه نه لري او اجازه نه ورکول کېږي چې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې واوسي او له تهران، البرز او قم ولایتونو پرته یوازې په ځینو ولسوالیو کې د اوسېدو اجازه لري چې دې کار په ایران کې د اپارتاید وضعیت ته ورته حالت رامنځته کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG