د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

زیړی یا غلی وژونکی، هرو دېرشو ثانیو کې یو کس پرې مري


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېر کال د زیړي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې افغانستان کې یو میلیون کسان په دغې ناروغۍ اخته دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېر کال د زیړي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې افغانستان کې یو میلیون کسان په دغې ناروغۍ اخته دي.

زیړی چې روغتیا پالان یې (پټ یا غلی وژونکی بولي) لا هم له افغانانو قرباني اخلي.

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي روغتون، په زیړي اخته ناروغانو ته د هیلو تر ټولو لویه دریڅه ده.

همدا مهال په زیړي اخته شاوخوا دېرش ناروغان د همدې روغتون پر بسترونو پراته دي.

د پروان د کوه ساپي اوسېدونکی ۲۷ کلن عبدالله د همدې روغتون د ناروغانو له ډلې دی او په خبره یې له لسو کلونو راهیسې په زیړي اخته شوی.

هغه وايي: "اوس مې سترګې زېړې دي، غوښه مې توره غوندې واوړي، ټول بدن مې خارښ کوي، اوس هیڅ شی هم نه‌شم کولای، همداسې پروت یمه. د غوړیو، د دې شیانو بوی ډېر بد راباندې لګیږي، زړه مې پړسیږي."

"اوس مې سترګې زېړې دي، غوښه مې توره غوندې واوړي

عبدالله په سپین زیړي اخته دی چې د زیړي د پنځو عمده ډولونو له ډلې یو دی.

زیړی خپله یو ډول ناروغي ده چې د هیپټایټس په نوم ویروس په وسیله رامنځته کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تېر کال د زیړي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې افغانستان کې یو میلیون کسان په دغې ناروغۍ اخته دي.

له‌دې ډلې شاوخوا ۶۸۰ زره تور زیړی یا (هیپټایټس بي) لري او پاتې ۳۲۰ زره نور سپین زیړی یا (هیپټایټس سي) باندې اخته دي.

د روغتیا وزارت په وینا، یوازې ۲۶ زره افغانان تېرو دو کلونو کې په زیړي اخته شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په زیړي اخته هرو شلو افغانانو کې یو هغه یې له وخته مخکې خپل تشخیص کوي، خو نور بیا په ناخبرۍ کې پرې اخته وي چې پر ځان نه‌پوهېږي او نورو ته یې لېږدوي.

د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه
د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

زیړی څو نور ډولونه هم لري، لکه هیپټایټس اې، ډي، او اي، خو د عامې روغتیا وزارت په وینا افغانستان کې یې بي او سي یعنې د سپین او تور زیړي، بڼې عامې او نظر نورو ته خطرناکې دي.

د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ کلن عبدالقهار له دېرشو کلونو راهیسې په تور زیړي اخته دی، هغه وایي دې موده کې يې دم او دوعا او درملنه دواړه کړي، خو زیړی یې لا بدن کې پاتې دی.

عبدالقهار وایي، خپله بې‌وزله دی او انتاني روغتون کې د تور زیړي وړیا دوا نه‌شته.

نوموړی وايي: "اوس په‌دې شفاخانه کې فکر کوم دوا نه‌شته، دوا چې خلاصه وي بیا ډاکټر صاحبان هم څه نه‌شي کولای، زه یې بهر اخلم. هغه ګولۍ قېمته دي او اقتصادي وضعیت مې بیخي خراب دی."

عبدالقهار وایي، په څېره کې یې له ورایه د تور زیړي نښې نه‌شته، خو په خبره یې ځیګر یې ور سولولی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "کومې نښې نښانې زه نه ګورم، نه مې سترګې زېړې دي او نه کوم بل تغیر راکې راغلی، چې چېرته کېنم، احساس د کمزورۍ کوم. پېښور کې ډاکټرانو راته وویل، ناروغۍ دې ځیګر داسې کړی لکه په ریګمال یې چې ووهې."

له ارشیفه د یوه روغتیایي مرکز تصویر
له ارشیفه د یوه روغتیایي مرکز تصویر

د جولای اته ویشتمه، هر کال د زیړي د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او سږ کال د روغتیا نړیوال سازمان ”اوس د اقدام وخت دی” شعار دغې ورځې ته غوره کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې په نړۍ کې په هرو دېرشو ثانیو کې یو کس د زیړي اړوند ناروغۍ له کبله مري او په وینا یې د دغې ناروغۍ د ښې وقایې، تشخیص او درملنې لپاره باید ګړندي ګامونه پورته شي.

که چېرته د زیړي ناروغۍ ته پاملرنه ونه‌شي، دا یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده
ډاکټر فريدالله عمري

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې درې نیم سوه میلیونه کسان په زیړي اخته دي، هر کال ترې یو اعشاریه درې میلیونه کسان مري او څه باندې دوه میلیونه نور پرې اخته کېږي.

د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فرید‌الله عمري وایي، د زیړي هره بڼه خطرناکه کېدلی شي، خو په خبره یې که په وخت ورته پام وشي، درملنه یې کېږي.

نوموړی وايي: "که چېرته د زیړي ناروغۍ ته پاملرنه ونه‌شي، دا یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، یعنې د زیړي هره بڼه چې شخص پرې اخته وي، که په وخت ورته پاملرنه او درملنه یې ونه‌شي، دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې کېدلی شي. دغه ناروغي د بابیړي او اختلاطاتو له کبله انسان وژني. خو که یې په وخت درملنه وشي، ناروغ ښه کېږي. اول یې معاینات په پیسو و، خو اوس په وړیا ډول کېږي."

د زیړي یوشمېر پېښې اوږدمهاله وي او دا چې د ځینو انسانانو وجود ورسره سمه مبارزه نه‌شي کولای، نو بابیړي یا د بیا راګرځېدو حالت ته ځي.

د زیړي ناروغي ساري ده چې له ناروغ انسان څخه بل ته د جنسي اړیکو، د پېچکارۍ د شریکو ستنو او یا هم د ږیرې د چړې یا د غاښونو د بورس په ګډون له نورو مشترکو توکو انتقالېدلی شي.

د زیړي د مخنیوي تر ټولو ګټوره لاره درې دوزه واکسین او د شخص احتیاطي تدابیر دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هوډ کړی چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به نړۍ کې د دغې ناروغۍ ریښې وچوي، خو دوی دغه هدف د هېوادونو په کوټلو او جدي اقداماتو پورې مشروط کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG