د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د طالبانو حکومت: یو میلیون افغانان په تور او سپین زیړي ناروغۍ اخته دي


د خوست روغتون یوه څنډه
د خوست روغتون یوه څنډه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت یو میلیون کسان په افغانستان کې په تور او سپین زیړي اخته دي او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاه د چهارشنبې په ورځ د هپیټایټ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې شاوخوا ۶۸۰ زره کسان په هپیټایټ بي او ۳۲۰ زره تنه په هپیټایټ 'سي' اخته دي.

ده د ۲۰۱۷ کال څخه د روان کال د جون میاشتې پورې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه زیاته کړه: "له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۳ میلادي کال د جون تر میاشتې پورې ۴۴ زره او ۶۴۷ کسان په هپیټایټ بي او ۲۱ زره ۶۲۱ په هپیټایټ سي اخته کسان دي."

اخندزاده د تور اوسپین زیړي د زیاتوالي لاملونه کډوالي، طبیعې پېښې، اقتصادي ستونزې او د وینې انتقال بللي دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' هم د د جولای ۲۸مه د هپیټایټ د نړیوالې ورځې په مناسبټ په یوه ټویټ کې لیکلي و چې اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون کسان په زیړي اخته دي.

زیړی ساري ناروغي ده، له یو ډول ویروس څخه پیدا کېږي او د وینې او اوبو له لارې له یوه انسان څخه د بل انسان وجود ته انتقالېږي.

زیړی پنځه ډوله دی، چې تر ټولو خطرناک یې تور زیړی دی.

د شونډو زیړوالی او شاوخوا یې، د اشتها کموالی، سر ګرځېدل، د پښو پړسېدل، زړه بدوالی، اسهالات، د سترګو خارښت او ستوماني دا هغه نښې دي چې په زیړي اخته کس کې لیدل کېږي.

زرګونه ښځې او ماشومان هم په زیړي اخته دي.
زرګونه ښځې او ماشومان هم په زیړي اخته دي.

خو په تېر جمهوري نظام کې د عامې روغتیا وزارت پخواني معین فدا محمد پیکان وايي، تور زیړی غلی قاتل دی چې د نه درملنې له امله د ځیګر په سرطان اوړي او انسان وژني.

هغه ازادي رادیو ته وویل: "تور او سپین زیړی زموږ په خلکو کې عام دی، ځینې ورته هپیټایټ بي او سي هم وايي. هپیټایټ سي کولای شي د ځیګر د سرطان لامل شي، ککړې وینې، د ککړې وینې مستحضرات، په هپیټایټ سي ککړو وسایلو، لکه طبي وسایل، د سلماني وسایل او خالونو لګولو له لارې انتقالېږي، یوه ستونزه دا ده چې هپیټایټ سي د هپیټایټ بي په شان واکسین نه لري، چې دا یوه څه خطرناک دی، هغه کسان چې هپیټایټ بي واکسین کوي، د مرض د ډبل کېدو خطر یې را ټیټوي."

د ډاکترانو په خبر په دغه ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار د تور زیړي واکسین کول دي او باید ټول په منظمه توګه دری ځلې واکسین شي چې ټولې دورې یې شپږ میاشتې وخت نیسي.

د روغتیاد نړیوال سازمان د راپور له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۵۴ میلیون کسان د هپیټایټ په ناروغۍ اخته دي او هر کال شاوخوا یو میلیون کسان د دغه ناروغی له امله مري.

XS
SM
MD
LG