د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د روغتیا وزارت په کابل کې د واکسین یوځانګړی کمپاین پیل کړ


د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رئیس ډاکتر توفیق مشال د کابل ښار د افشارو په سیمه کې د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل، چې دغه کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رئیس ډاکتر توفیق مشال د کابل ښار د افشارو په سیمه کې د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل، چې دغه کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د افغانستان په زیاتره سیموکې د نا امنو او ځینو ټولنیزو ستونزو له امله ډیر شمېر ماشومان هرکال د بېلابېلو ناروغیو پر ضد د واکیسیونو له عمومي کمپاین څخه پاتې کیږي.

دا ځل د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کړې چې د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت دغو ماشومانو ته د واکسین ځانګړی کمپاین تطبیق کړي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رئیس ډاکتر توفیق مشال د کابل ښار د افشارو په سیمه کې د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل، چې دغه کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

هغه زیاته کړه چې یوازې په کابل کې به له لسو زرو ډیر ماشومان له یو کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې او له شلو زرو څخه ډیرې امیندواره میندې واکسین شي:

(موږ د ماشومانو د اتوګونو ناروغیو په وړاندې یانې هغه ناروغۍ چې د واکسین په واسطه د مخنیوي وړدي لکه نری رنځ، توره ټوخله، د ماشومانو ګوزڼ، تور زیړی او شري په وړاندې موږ واکسین عملي کوو او همدارنګه میندو ته د تتانوس د مخنیوي لپاره واکسینونه کوو.)

د افغانستان په یو شمېر سیمو په ځانګړې توګه جنوبي او ختیځو ولایتونو کې هر کال د بېلابېلو ناروغیو پر ضد د واکسین کمپاینونه له ستونزو سره مخ کیږي.

چارواکي وايي، له همدې امله سږ کال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ پنځلس نوې پېښې ثبت شوي چې زیاتره یې په نا امنه ولایتونو کې دي.

د میدان وردګو ولایت یوه اوسیدونکې په کابل کې یې د واکسین د کمپاین د پیل غونډې ته خپل ماشوم راوستی و، ازادۍ راډیو ته وویل:

(زه د دای میردادیم خوکابل ته د جګړو له امله را کډه شوی یم، دا ماشوم مې د پنځلسو ورځو وو چې جنګ پیل شو او له هغې ځایه را کډه شو اوس د پنځو میاشتو دی تر اوسه مې واکیسن نه دی ورکړی، د نورو ماشومانو د واکیسن کارتونه هلته په کور کې پاتې شول موږ یواځې ځانونه ترې را ویستل نو څنګه مې واکسین کړی وای.)

چارواکي وایی چې د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت د واکسین دغه کمپاین د روغتیا د نړېوال سازمان په مرسته تطبیق کیږي. دغه سازمان هر کال د عامې روغیتا له وزارت سره د واکسینونو په عمومي کمپاینونو کې هم مرسته کوي.

د سولی نړېواله ورځ چې د سپمتبر له یوویشتمې نېټې سره برابره ده له څو کلونو راهیسي په افغانستان کې هم لمناځل کیږي.

راپور : ذکیه غیاثی
XS
SM
MD
LG