د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د عامې روغتیا وزارت د "روتا" په نوم د اسهال یو نوی واکسین معرفي کړ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روتا اسهال واکسین د واکسناسیون په ملي پروګرام کې شامل کړ او د لومړي ځل لپاره يې په ټول هېواد کې تطبیقوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال له پنځو کلونو د کم عمر شااوخوا یو ميلیون افغان ماشومان په نس ناستي یا اسهال اخته کېږي چې له دې شمېرې ۳۰ سلنه مړه کېږي.

د یاد وزارت چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې په اسهال د اخته ماشومانو د مړینې د راکمولو په هدف دغه نوی واکسین معرفي کړ.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې دا نوی واکسین خوار مهم وباله او له کورنیو یې وغوښتل چې د روتا اسهال د مکروب په وړاندې خپل ماشومان په روغتیايي مرکزونو کې واکسین کړي.

فیروز الدین فیروز
فیروز الدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل:

"دا ویروس تداوي نه لري او ورته دوا هم نشته، له همدې امله دا ویروس د ماشومانو د مړینې لامل ګرځي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو نړیوالو شریکانو په همکارۍ دا پرېکړه وکړه چې د دغه وایروس لپاره کوم چې د پنځه کلونو نه د کم عمره ماشومانو د مړینې لامل کېږي دا واکسین معرفي کړي، د روتا واکسین نوم لري او د پنځو کلونو نه د کم عمره ماشومانو لپاره دی."

ښاغلی فیروز وايي، د روتا واکسین سر له نن څخه په ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې موندل کېږي او ماشومانو ته د خولې له لارې ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روتا واکسین دوه ځلې تطبیقېږي او هېڅ جانبي عوارض هم نه لري.

یاد وزارت وايي، د روتا واکسین هر دوز دوه ډالره قیمت لري او لګښت یې د واکسین د نړیوالې ټولنې یا «ګاوي» له خوا ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسهال ناروغي د روتا میکروب د وسایلو، خوراکي موادو او د روتا په ویروس له ککړو اوبو ماشومانو ته انتقالېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د کتلوي مافیت د ملي پروګرام په چوکاټ کې د ۹ بېلابېلو وژونکو ناروغیو په وړاندې چې د ماشومتوب په دوران کې پیښېږي ۱۲ ډوله واکسینه معرفي کړي دي.

په دغو نارغیو کې نری رنځ یا توبرکلوز، د ماشومانو کوزڼ، دیفتري، تور ټوخی، تیتانوس، تور زیړی، د بي ټایپ انفلونزا، سینه بغل او شری شامل دي.

د روتا اسهال د واکسین د معرفۍ په مراسم کې چې د عامې روغتیا په وزارت کې جوړ شوي وو، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسېف چارواکو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ریچارډ ریک وویل چې ټولو افغان ماشومانو ته دې پام وشي او دغه واکسین دې ورته تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړی پام وکړو، نه یوازې په ښارونو کې، بلکې په لرو پرتو سیمو کې هم باید ستونزې هوارې شي، موږ باید د پالېسۍ له پلې کېدو با خبره شو، تر اوسه هم افغان ماشومان په اسهال مري، په داسې حال کې چې واکسین کولای شي، ژوند یې وژغوري."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ترسره شویو سروې ګانو له مخې، له یو کال د ښکته ماشومانو په سلو کې ۵۵ اسهالاتو کې ۳۶ فیصده مړینه د روتا ویروس له کبله ده.

په نړۍ کې هر کال د دغه وژونکي ویروس له امله له څلورنیم لکو تر پنځو لکو پورې ماشومان مړه کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG