د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغان ښځو پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي فعالیتونو بندیز اندېښنې زیاتې کړي


ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې. د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د دوی پر زده کړو، کار او نورو فعالیتونو بندیز او محدودیت لګولی شوی دی.
ارشیف: یو شمېر افغان مېرمنې. د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د دوی پر زده کړو، کار او نورو فعالیتونو بندیز او محدودیت لګولی شوی دی.

په تېرو شلو کلونو کې افغان ښځو د دولتي ادارو په بېلابیلو برخو کې دندې درلودې، خو د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره ډېری دوی له خپلو دې دندو بې برخې شوې او پر ټولنیزو فعالیتونو یې هم بندیز ولګېده.

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې په ټولنیز اقتصادي او سياسي ډګر کې د ښځو له بشپړ مشارکت وروسته، اوس د طالبانو د حکومت په جوړېدو سره نه یوازې دا چې افغان مېرمنې په رهبرۍ او پرېکړو کې د ګډون حق او فرصت نه لري، بلکې دوی له خپلو ډېرو اساسي حقونه، چې زده‌کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونه دي هم بې برخې شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان دا وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د ښځو د حقونو فعالې او په جلاوطنۍ کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ مشرې نسرین حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې ښځې د افغانستان نیمایي برخه ده او په دغه هېواد کې له ټولو برخو د ښځو لرې کول او د اندېښنې وړ موضوع ده.

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

مېرمن حمیدي وايي: "افغان ښځې نه یوازې د ډیپلوماسۍ له ډګره ایستل شوي، بلکې د طالبانو په راتګ سره له سیاسي ګډون، د زده‌کړې او کار له حق او د شخصي او ټولنیزو ازادیو له حقه هم بې برخې دي."

نوموړې زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې باید نړیواله ټولنه د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي څو په ټکو یې دوی د هېواد په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نظیفې حقپال ازادي راډيو ته وویل: "موږ په دې باور یوو چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره باید ښځې د سیاست او رهبرۍ په کچه حضور ولري څو د هغو معاملو مخه ونیول شي چې په حکومت کې د چارواکو له‌خوا د ښځو د حقونو په برخه کې کېږي."

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونه ورکړي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو مسایلو یو شمېرپوهان وايي چې په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو شتون نه یوازې د خبرو اترو او پرېکړو له ښه کېدو سره مرسته کوي، بلکې د دوی په ټکو د تلپاتې سولې د لاسته راوړلو لامل هم ګرځي.

د نړیوالو چارو کارپوه سید عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل: "ښځې حقيقت بينې او عمل کوونکې دي او کولای شي چې له ځانه ښه ډیپلوماتیک چلند وښيي. عملي او ساحوي تجربو ښودلې چې ښځو په دفترونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د چارو په پرمختګ کې په روڼتیا او ایماندارۍ عمل کړی دی."

نن د جون ۲۴مه په ډیپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ ده.

د دې ورځې د نمانځلو موخه په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار دی.

ملګرو ملتونو د نن ورځې په اړه ویلي چې ښځو له پېړیو راهیسې په ډیپلوماسۍ کې ګډون کړی دی، خو د دوی ونډه تر ډېره له پامه غورځول شوې ده.

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

سږ کال دې ورځې لپاره د ملګرو ملتونو شعار "په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې د ښځو شتون" دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG