د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

ملګري ملتونه: د طالبانو له‌ لوري د کړیو ژمنو د پلې کېدو لپاره هیلې له‌ منځه تللي


په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري د کړیو ژمنو د پلې کېدو لپاره هیلې له منځه تللي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان د طالبانو له لوري د کړیو ژمنو د نه عملي کېدو په برخه کې ناهیلي ښودلې ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس د سه‌شنبې په ورځ د جون په ۴مه خبریالانو ته وویل چې طالبانو له دوی سره ځینې کتبي یا لیکلې ژمنې درلودې چې څنګه کېدای شي له طالبانو سره مخته ولاړ شي، خو په خبره یې دا هیلې له منځه تللي دي.

نوموړي په دې ناسته کې وویل: "ما په افغانستان یو عمر له بېلابېلو لارو کار کړی دی، موږ هغه مهال ځینې هیلې درلودلې، په حقیقت کې مو ځینې کتبي ژمنې درلودې چې څنګه کولای شو طالبانو سره مخته ولاړ شو، خو دا هیلې له منځه تللي دي. د ښځو او نجونو پر وړاندې پرله‌پسې فرمانونه صادر شوي او تر کومه حده او هغه مسایل چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان د خلکو په استازیتوب له طالبانو سره ښکېلوي اوس هم پرې خبرې روانې دي."

خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په خپله ایکسپاڼه د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه له مارتین ګریفیټس سره د عبدالغني برادر د ناستې جزییاتو خپرولو سره ادعا کړې وه چې ده د طالبانو له لوري د "امنیت تامینولو، د فساد ختمولو او عمومي عفوې ستاینه کړې او د تېرو څلوېښتو کلونو په پرتله د راتلونکي لپاره هیلې لوړې شوې دي."

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس دا هم ویلي چې دنده به یې د روانې میاشتې تر اخره پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو دا چارواکی داسې وخت د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنې ښيي چې په افغانستان دننه هم یو شمېر نجونو او د ښځو د حقونو فعالانو له ازادي راډیو سره خبرو کې ورته اندېښنې وښودې.

نادیه حیاتي وايي: که له موږ سره زموږ د حقونو او تعلیم لپاره په مبارزه کې څوک ودرېږي موږ به هېڅکله له خپلې مبارزې په شاه نه شو.

د مزار شریف اوسېدونکې او ښوونځي زده‌کوونکې چې اوس له زده‌کړو محرومه نادیې حیاتي وویل: "زموږ نجونو د حقونو مسئله فعلاً په افغانستان کې یوه لویه معضله ده چې باید حل شي. که له موږ سره زموږ د حقونو او تعلیم لپاره په مبارزه کې څوک ودرېږي موږ به هېڅکله له خپلې مبارزې په شاه نه شو."

د کابل ښار اوسېدونکې او زده‌کوونکې بهار بیا وایي: "دا وضعیت نه یوازې دا چې ناعادلانه دی بلکې ډېر دردونکی هم دی. افغان نجونې د دې وړ دي چې تعلیم او پرمختګ وکړي. موږ نه غواړو چې راتلونکی مو له تیارو سره مخ شي."

خو د بشري حقونو فعال ماهر مومند بیا وایي د ښځو او نجونو حقونو د تامینېدو لپاره به هڅې هغه مهال ګټورې پایلې ولري په دې هېواد کې دننه د سیمه‌ییزو وګړو قومي مشرانو او ملا امامانو ملاتړ ترلاسه شي.

مومند وویل: "د ښځو د حقونو په سوله‌ییزه توګه تامینېدو لپاره باید له علماوو، قومي مشرانو نورو سیمه‌ییزو خلکو او هغه مکانیزمونه دې وکارول شي چې له هغې لارې طالبانو ته خپل غږونه ورسوي، زما په اند په دې توګه به نه طالبانو ستونزه ولري نه افغان ښځې."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د ده نورو طالب چارواکو وړاندې ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي.

د طالبانو ددحکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ددحکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده‌کړو دروازې تړلي دي.

طالبانو دغه راز په ډېری غیر دولتي او دولتي ادارو، سینګارتونونو کې د ښځو پر کار، له محرم پرته د دوی پر سفر، پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلبونو ته د د دوی پر تګ هم بندیزونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG